د احمدشاه مسعود د بنسټ رییس احمدولي مسعود نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د حکومت ناسم مدیریت او د پلان نه لرلو له کبله د هېواد وضعیت ناسم لوري ته تللی دی.

د نوموړي په وینا، حکومت اوس د سولې راوستو او د جګړې په مدیریت پسې سرګردانه دی او د وضعیت ښه کېدو لپاره روښانه تګلاره نه لري. هغه ادعا کوي چې حکومت او طالبان دواړه د واک ترلاسه کېدو په برخه کې سره ورته‌والی لري او غواړي واک انحصار کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مسعود زیاتوي، حکومت د طالبانو له لوري د جګړې له سختېدو مخکې په ناسمو تبلیغاتو سره د هېواد د ځینو برخو له لاسه وتلو ته لاره هواره کړه.

ولسمشرۍ ماڼۍ بیا په دې اړه روښانه ځواب نه ورکوي او وايي چې دا د هغه خپل نظر دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

احمدولي مسعود وايي چې د حکومت مشرتابه غواړي د تاوتریخوالي په دوام سره خپل واک ته دوام ورکړي، په داسې حال کې چې ډېر زیان یې ملکیانو ته رسېږي. هغه د سیاسي جوړښت بدلون په هېواد کې د روان ناورین د پای ته رسېدو یواځینۍ لاره بولي او په وینا یې، که وضعیت همداسې دوام وکړي، نظام به له لاسه ووځي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام