د افغانستان د ملي کنګرې ګوند رییس لطیف پدرام نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، ښايي د مسکو په جوړېدونکې غونډه کې به د سولې انتقالي حکومت او د دغه حکومت د رییس پر ټاکلو بحث وشي.

د نوموړي په وینا، د سولې انتقالي حکومت رییس به نه ولسمشر محمداشرف غني او نه هم د طالب ډلې غړی وي.

خو د ملي روغې جوړې شورا غړی شهزاده شاهد وايي، تر اوسه د مسکو غونډې اجندا نه ده روښانه، خو په وینا یې، پر افغان سولې له بحث پرته به بل څه نه وي.

بله‌خوا په افغانستان کې د چین سفیر په یوه مرکه کې ویلي چې د هېواد یو استازی یې د مسکو په غونډه کې ګډون کوي. هغه هم زیاته کړې چې تر اوسه د یادې غونډې اجندا په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

ټاکل شوې د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د سولې په اړه د افغان دولت، طالب ډلې او یوشمېر نورو هېوادونو د استازو ترمنځ ګډه غونډه جوړه شي.

په دې غونډه کې د ملي روغې جوړې شورا د رییس عبدالله عبدالله په مشري یو ۱۶ کسیز پلاوی د افغانستان په استازولي ګډون کوي. په دغه پلاوي کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، ګلبدین حکمتیار او عبدالرشید دوستم په ګډون، د دولت د سولې مرکچي پلاوي ځینې غړي او د سیاسي ګوندونو استازي ګډون شامل دي.

په قطر کې د طالب ډلې ویاند ډاکټر نعیم هم پرون وویل چې د ملاعبدالغني برادر په مشري به د دې ډلې یو لس کسیز پلاوی د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام