Asset 1SWN

یاسین ضیا او حیات‌الله حیات د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرستان وټاکل شول

MOI-MOD-Ok-p4g0vlcvkojqvkk7rzfg69omepf6qjq3kactv9hjf8

د ملي امنيت شورا دفتر وايي، د جمهور ریس محمد اشرف غني د بېلابېلو حكمونو پر بنسټ د کندهار پخوانی والي حیات الله حیات د کورنیو چارو وزارت سرپرست او د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستيال ايوب سالنګي د ياد وزارت د لومړي مرستيال په توګه ټاکلي دي.

له ملي امنيت شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه ګومارنې د امنیتي سکټور په رهبري او لیکو کې د لازمو اصلاحاتو د راتګ، د امنیتي وضعیت د ښه‌والي، د هېوادوالو د سر او مال د خوندیتوب او تر ۲۰۲۴ مېلادي کال پورې د پر ځان بسیا کېدنې د اجنډا د ښه تطبیق په موخه شوي دي.

له دې وړاندې محمدمسعود اندرابي د کورنيو چارو وزير او صبور قانع د ياد وزارت د امنيتي معين په توګه کار کاوه.

په ورته وخت کې ولسمشر غني د حکم پر بنسټ د ملي پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیا د دفاع وزارت د سرپرست په توګه ګمارل شوی دی.

له ملي امنيت شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دې حکم پربنسټ به ياسين ضیا د ملي دفاع وزیر ستر جنرال اسدالله خالد تر رغېدو او بېرته را ستنېدو پورې د دغه وزارت چارې مخ ته وړي چې د اصلاحاتو لړۍ او د پر ځان بسیا کېدنې جاري هڅې له هر ډول خنډ او ځنډ پرته پر مخ ولاړې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام