د ملي دفاع وزارت ولې تر اوسه د سرپرست له لوري اداره کېږي؟

که څه هم یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد له څلورو میاشتو وروسته هېواد ته راستون شوی او ډېر ژر به خپلې چارې پیل کړي، خو د دفاع وزارت د رسنیو برخې مسوولان په دې اړه خبرو کولو ته نه حاضرېږي. دغه وزارت مخکې ویلي و چې خالد د درملنې لپاره له هېواده بهر تللی او په دې موده کې یاد وزارت د سرپرست له لوري اداره کېده.

کورونا په ۲۴ ساعتونو کې ۲۴ کسان مړه کړي او ۶۲۸ پرې اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او ۶۲۸ نور پرې اخته شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په یاده موده کې یې دوه زره او ۶۴۷ کسان چې د کورونا شک پرې کېده، کتلي چې له ډلې یاد شمېر پر دغه ویروس اخته شوي دي.

لوی درستیز: د لغمان امنیتي وضعیت مو کنټرول کړی

لوی درستیز او د ملي دفاع سرپرست وزیر محمدیاسین ضیا چې د لغمان امنیتي وضعیت د کابو کولو په موخه لغمان ته تللی وايي، په دغه ولایت کې یې طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې او امنیتي وضعیت یې کنټرول کړی دی. لوی درستیز یاسین ضیا او د ملي امنیت عمومي ریاست اوپراتیفي مرستیال خوشحال سعادت د لغمان د امنیتي وضعیت د کنټرول په موخه دغه ولایت ته تللي او د جګړې مشري یې پر غاړه اخیستې ده.