Asset 1SWN

بدخشان کې د طالبانو په کمين کې ۱۱ محلي پولیس وژل شوي

03-oyjezt3km3cse9h0le9furv24py73nvmcz37yr2mj8

 

د بدخشان د ولایتي شورا غړی ناجي نظري وايي، تېره شپه جرم ولسوالۍ کې د طالبانو په يوه کمين کې د عمر په نوم د محلي پولیسو یو قومندان او لس نور سرتېري وژل شوي دي.

خو يوه بله سرچينه د نوم نه خپراوي په شرط سلام‌وطندار ته وویل، په دې برید کې ۱۲ محلي پولیسان وژل شوي او ۱۰ نور  ټپیان دي.

د سرچينې په وينا، طالبانو ۴ محلي پوليس له ځانه سره وړي هم دي.

د بدخشان د ولايتي شورا غړی احمد جاوېد مجددي وايي طالبانو لومړی پر پوستې بريد وکړ او بيا يې قومندان عمر او ملګرو ته يې کمين ونيوه. نوموړي زياته کړه، طالبانو سره نښته کې ۱۵ محلي پوليس ټپيان شوي هم دي.

د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، د بدخشان جرم ولسوالۍ کې يې د افغان امنيتي ځواکونو  ۶ پوستې نيولي دي.

مجاهد ادعا کړې چې په دې پېښو کې يې ۲۰ محلي پوليس وژلي دي.

د بدخشان امنيتي مسوولانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام