Asset 1SWN

خوست کې څوارلس کوډګر نیول شوي

تعویذ-1-qandn2vu7xekyxlrdowi6yo6c2rvkrnxpesa4h1bwo

د خوست د امنیې قومانداني مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ځاځي میدان ولسوالي کې یې ۱۴ کوډګر نیولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د خوست د امنیې قومانداني ویاند مستغفر ګربز وايي چې امنیتي مسوولانو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر ریاست له مسوولانو سره په همغږۍ اته کوډګر د خوست ښار په شینکۍ سیمه او شپږ نور کوډګر هم د دغه ولایت په ځاځي میدان ولسوالي کې نیولي دي.

دغه کوډګر داسې مهال نیول کېږي چې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت یوه اوونۍ وړاندې په ټول هېواد کې د کوډګرو پر فعالیت بندیز ولګوه.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د دغه وزارت د سپارښتنې پر بنسټ، که کوم څوک د دغو «ناقانونه عملونو» په تور ونیول شو، محکمې ته به یې ور وپېژني.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام