په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولي پر خوست او کونړ د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او هغه یې د «افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری» بللی دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د پاکستان هوايي بریدونه چې د ښځو او ماشومان په‌ ګډون په‌کې ۴۰ کسان ووژل شول، د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور او د امنیت شورا او عمومي اسمبلۍ له پرېکړه‌لیکونو څخه ښکاره سرغړونه ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې راغلي چې  په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان پر ختیځو ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو له کبله ګڼ‌شمېر ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او یا هم له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.

په ورته مهال خبرپاڼه زیاتوي: «مونږ د ترهګرۍ او افراطیت پر وړاندې د مبارزې لپاره پر یوې پراخې حل‌ لارې ټينګار کوو. تېری او د ملکیانو وژنه په هېڅ ډول شرایطو کې د منلو وړ نه ده.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې هر څه ژر دې ورته بریدونه ودروي او د افغانستان ارضي تمامیت ته دې درناوی وکړي.

بل‌خوا پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه بریدونه غندلي او هغه یې د بشریت پر وړاندې جنایت او د افغانستان د ملي حاکمیت نقض بللی.

نوموړي له پاکستان څخه غوښتي چې په سیمه کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره خپل سیاست کې بدلون راولي او له افغانستان سره ښې او متمدنې اړیکې غوره کړي.

پاکستاني پوځیانو د جمعې پر سهار د خوست ولایت په سپېرې ولسوالي کې څلور کلي بمبار کړل. له هغه وړاندې تېره شپه پاکستاني ځواکونو د کونړ په شلتن ولسوالي کې پ هستوګنیزو کورونو توپچي بریدونه وکړل چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومان په ګډ‌ون یو‌شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

محلي چارواکو تراوسه په دغو بریدونو کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه کره شمېرې نه دي په ډاګه کړي. له دې وړاندې یو‌شمېر سرچینو تایید کړې وه چې پر خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږ ۳۰ ملکیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو یو‌شمېر نورو سرچینو بیا ځينو رسنیو ته منلې چې په دغه برید کې د ښځو او ماشومان په ګډون څه باندې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام