Asset 1SWN

سلام وطندار

پنجشېر کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی

ریاست-صحت-عامه_ی-پنجشیر-لوگو-qgub5r2l6laak7439dkuccc1ajeyn4rjo2d70efx54

د پنجشېر د لرې پرتو سیمو یوشمېر اوسېدونکي وايي چې ګڼ‌شمېر ماشومان په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ اخته شوي او روغتیايي خدمتونو ته هم لاسرسی نه لري. د پنجشېر د درې ولسوالي اوسېدونکې شهلا چې درې ماشومان یې پر خوارځواکۍ اخته دي، له مسوولانو غواړي چې پر دې ناروغي د ماشومانو د اخته کېدو مخه ونیسي.

هغه زیاتوي: «درې ماشومان مې پر خوارځواکۍ اخته دي. تغذیه ورکوونکي اوړه به یې له کوچو سره ورکول چې هغه کم شوي او وايي چې خلاص شوي. هغو کسانو ته یې ورکوي چې تغذي نه‌دي، اړتیا ورته نه لري او ان په بازار کې پلورل کېږي. موږ له اړوندې ادارې غواړو چې پر خوارځواکۍ اخته کسانو ته یې ډېر ورکړي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

کرام‌الدین چې څلور ماشومان یې پر خوارځواکۍ اخته دي، هم وايي چې ټولې پیسې یې د بچیانو پر خوړو او درملنې لګېږي، خو لا هم نه‌دي ښه شوي. هغه زیاتوي: «دوه نجونې او دوه هلکان دي. نه پوهېږم دا یو یې چې زېږېدلی، کمزوری دی. کلینیک ته مې وروست، ویې تله، ویل یې پر خوارځواکۍ اخته دی. له روغتیا ریاست څخه غواړو هر څه چې شته، را دې وړي او دوی ته دې ورکړي، څو له دغه وضعیت څخه خلاص شي.»

 په همدې حال کې د عبدالله‌خېلو اوسېدونکی امرالدین هم وايي چې مسوولان د دغه ولایت مرکزي سیمو ته پام کوي او د لرې پرتو ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزو ته پام نه کوي. هغه زیاتوي. «د عامې روغتیا ریاست نه مخکې او نه اوس لرې پرتو ولسوالیو ته خدمتونه نه‌دي رسولي. ډېر تمرکز یې پر مرکز کې وي، شمېرې ډېرې لوړې دي.»

بله‌خوا د پنجشېر د عامې روغتیا ریاست مرستیال خواجه‌اغا غفوري هم مني چې د تېر کال په پرتله په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی. هغه زیاتوي: «د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۱۷۷۹ کسان ثبت شوي چې پر سختې خوارځواکۍ اخته وو. ۸۸۵ یې هلکان او ۸۹۴ یې نجونې دي. کوم خواړه چې پر خوارځواکۍ اخته کسانو ته ورکول کېږي، زموږ په ټولو روغتیايي مرکزونو کې شته. که ماشومان پر سختې خوارځواکۍ اخته وي، ایمرجنسي روغتون یا یې هم ډي‌اېچ روغتون ته ورپېژني.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

غفوري د دې ناروغي د کچې لوړېدو لامل د خلکو وزګارتیا، بې‌وزلي، سالمو او لازمو خوړو ته د کورنیو نه لاسرسی، د روغتیايي ټکو په پام کې نه نیول او وچکالي یادوي.‎

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر یا اوچا تر دې مخکې ویلي و چې افغانستان په نړۍ کې د هغو هېوادونو په ډله کې راځي چې له بشري ناورین سره مخامخ دی او ۲۹،۲ میلیونه وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري. د اوچا په وینا، په افغانستان کې ۳،۲ میلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام