Asset 1SWN

روغتیا نړیوال سازمان راستنېدونکو افغانانو ته د ۱۰میلیونه ډالرو مرستې غږ کړی

F-uEXxza0AAgTzi

د روغتیا نړیوال سازمان له پاکستان څخه په زور او په خپله خوښه د راستنېدونکو افغانانو لپاره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د څه باندې لس میلیونه ډالرو مالي مرستې غوښتنه کړې.

روغتیا نړیوال سازمان پر اېکس لیکلي، تمه ده چې له پاکستان څخه ۱،۳ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شي چې د دې سازمان په وینا، دغه هېواد د ناروغیو خپرېدو ترڅنګ له لویو روغتیايي ګواښونو سره مخ دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه سازمان څه باندې ۷۰۰زره راستنېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو رسولو لپاره د لس میلیونه ډالرو مرستې غږ کړی دی.

دغه سازمان همداراز لیکلي چې په لنډمهاله کمپونو کې د ساري ناروغیو خپرېدا، خوارځواکي، ناوړه شرایط، رواني فشار په ځانګړې توګه اومېندواره او لوړ عمرولرونکو کسانو کې او دې ورته نورې ستونزې هغه څه بللي چې راستنېدونکو او مېشت خلکو باندې منفي اغېز کولای شي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د راتلونکو دوو اوونیو په ترڅ کې به د کندهار سپین‌بولدک کې راستنېدونکو افغانانو ته ۳۰ بسترونه او تورخم کې ۲۰ بستریز روغتیايي لنډمهالې مرکزونه جوړ کړي.

له دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام هم بېرته راستنېدونکو افغانانو ته د مرستې غږ کړی و.

د خوړو نړیوال پروګرام پنج‌شنبه د نومبر ۱۶مه پر اېکس «ټوېټرپاڼه» په یوې ویډیو کې ویلي و، څه باندې یو میلیون افغانانو ته د مرستو لپاره ۱۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

که څه هم هره ورځ زرګونه کسان له پاکستان څخه په زور افغانستان ته ستنول کېږي، د دغه بنسټ په وینا، تراوسه یې ۱۱۲۰۰۰ زره کسانو سره د خوړو او نغدې مرستې کړې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام همداراز دې ویدیو کې زیاته کړې چې یاد افغان کډوال په ډېر ناوړه وضعیت کې بېرته هېواد ته په زور ستنول کېږي.

په وینا یې، ډېری راستانه کېدونکي کډوال خواړه نه‌لري او یوې نامعلومې راتلونکې سره مخ دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پاکستان د روانې نومبر پر دویمه له دغه هېواد د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې چې د راپورونو له مخې، تراوسه زرګونه کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام