د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د افغانستان لوېدیځ هرات کې د شوې زلزلې له امله ټپیانو ته د روغتیايي مرستو رسونې لپاره یې د ماهرینو یوه ډله دغه ولایت ته رسېدلې ده.

دغه سازمان پر خپله اېکس ټولنیزه شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د بېړنیو طبي مرستو د ماهرینو یوه ډله یې د اضافي روغتیايي مرستو لپاره هرات ته رسېدلې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

یاد سازمان سیمې ته جراحي‌الات، درمل او نور اړین توکي استولي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان همداراز لیکلي چې کابل او هرات کې د عامې روغتیا له مسوولانو سره په همغږۍ د زلزلې له کبله له اغېزمن شویو سره د درملنې برخه کې د مرستې لپاره سیمې ته وسایل او نور اړین توکي لېږلي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د روغتیا نړیوال سازمانه زیاته کړې چې کارکوونکي یې له همکارو ادارو سره یوځای د روغتیا برخه کې د بېړنیو مرستو لپاره زلزله ځپلیو سیمو ته رسېدلي دي او د روغتیاپالانو ټیمونه پر دنده ګومارل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام