د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت پروګرام مسوول ګلاخان ایوب د ټول هېواد په کچه د ماشومانو د ګوزڼ یا د پولیو واکسین د کمپاین له پیلېدو څخه خبر ورکوي.
ایوب سلاموطندار سره خبرو کې وايي چې دا د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین دی او تمه ده چې د پليکېدو پر وړاندې یې ستونزې رامنځ ته نه شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت پروګرام مسوولان همدارنګه وايي، هېواد کې د کورونا ویروس پراختیا او ناامنیو له امله، د پولیو واکسین د تېرو درېوو دورو پرمهال، له پنځو کلونو ښکته عمر لرونکي شاوخوا ۴ میلیونه ماشومان د پولیو واکسین څخه پاتې شوي دي.
هغه وویل: «دغه کمپاین د روان کال د لړم میاشتې په ۱۷مه پیلیږي او په مسلسل ډول د څلورو ورځو لپاره دوام پیدا کوي. راتلونکې دوشنبه پیلیږي او تر پنجشنبې دوام کوي. دغه کمپاین کې شاوخوا ۱۰میلیون ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي واکسین کیږي.»
د پولیو واکسین د تطبیق بهیر د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو د ملاتړ صندوق یا یونسیف ادارې په همکارۍ ترسره کېږي.
د یونیسیف په اداره کې د پولیو برخې د اړیکو مسوول کمال شاه سید سلاموطندار ته وايي، که څه هم روان کال افغانستان کې د پولیو واکسین درې پړاوه کمپاین تطبیق شوی، خو ګڼشمېر ماشومان له واکسین څخه محروم پاتې شوي دي.
دی وايي، سره له دې چې د پولیو واکسین تطبیق پر وړاندې ننګونې شته، خو سږ کال یوازې د ماشومانو د ګوزڼ یوه پېښه غزني کې ثبت شوې، په داسې حال کې چې دغه شمېر تېر کال ۵۶ پېښو ته رسېده.
د پولیو له منځه وړلو کې د نړیوالو هڅو سربېره، افغانستان او پاکستان له هغو هېوادونو دي چې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې په کې ثبتېږي.