Asset 1SWN

اترا: د ۲۳ میلیونه وېشل شویو سیمکارتونو له ډلې شپږ‌نیم میلیونه یې ثبت شوي

سیمکارت

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره یا اترا وايي، تر دې دمه په ټول هېواد کې د پنځو مخابراتي شبکو له‌خوا د وېشل شویو ۲۳ میلیونه سیمکارتونو له ډلې شپږنیم میلیونه یې د دې ادارې په لارښوونه ثبت شوي دي.

د اترا ادارې ویاند جلال‌الدین شمس سلام‌وطندار ته ویلي چې سیمکارتونه د جرمونو، امنیتي ګواښونو، انسان تښتونو او د خلکو د ځورونې مخنیوي په موخه ثبتېږي کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی وايي: «د سیمکارتونو ثبتول لانجمنه موضوع وه چې په بازار کې ناثبت شوي سیمکارتونه زیات وو. خلکو ته یې ډېرې ستونزې جوړې کړې وې؛ له دې لارې جرمونه کېدل، خلک تښتول کېدل؛ اوس په افغانستان کې په قانوني ډول سیمکارتونه ثبتېږي. په افغانستان کې د وېشل شویو ۲۳ میلیونه سیمکارتونو له ډلې شپږنیم میلیونه یې ثبت شوي دي.»

خو یوشمېر هغه ښاریان چې د مخابراتي شرکتونو څانګو ته د خپلو سیمکارتونو د ثبتولو لپاره ورغلي، د سیمکارتونو د ترلاسه کولو او ثبتولو بهیر کې د ځنډ په اړه شکایت کوي او وايي، دغه کار یې ډېر وخت نیسي او په‌کار ده چې مخابراتي شبکې نورې څانګې هم پرانېزي. شکېب اکرمي او احمد وايي:

«څلور ورځې کېږي چې په کمپني کې د سیمکارت ثبتولو لپاره هېڅ وار نه را رسېږي. څلور ورځې کېږي چې په پرله‌پسې ډول ورځم، خپل سیمکارت مې نه‌دی ثبت کړی.»

«دوه ورځې کېږي چې د روشن شرکت ته ورځم، موږ ته هېڅ وار نه را رسېږي؛ هېڅ ځواب نه راکوي؛ ګڼه‌ګوڼه زیاته ده، باید د دغه کار لپاره په ټولو سیمو کې څانګې زیاتې شي.»

خو د اترا ادارې وياند وايي، دغې ادارې ټولو مخابراتي شرکتونو ته امر کړى چې ولايتونو ته ګرځنده ډلې ولېږي او د سيمکارتونو د وېش او ثبت په برخه کې خپل کارکوونکي او اسانتياوې زياتې کړي.

هغه زیاتوي: «دغې پروسې لږ ستونزې جوړې کړي، څانګې نشته چې ثبت یې کړي. خو اترا ادارې د دغه میکانیزم د پر مخ وړلو لپاره شرکتونو ته لارښوونه کړې چې ولایتونو ته ډلې ولېږي او کارکوونکي زیات کړي. هر شرکت د میاشتې یونیم لک سیمکارتونه وېشي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د يادونې ده چې تر دې وړاندې پر سړکونو هم ناثبت شوي سيمکارتونه پلورل کېدل، خو د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا اترا دغه بهیر له څه مودې راهیسې بند کړی او اوس پېرودونکي کولای شي یوازې د مخابراتي شرکتونو له مرکزي دفترونو څخه ثبت شوي سیمکارتونه ترلاسه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام