Asset 1SWN

شنونکي: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څرګندونې پر ا.ا د فشار راوړلو لپاره دي

0b950000-0aff-0242-ac13-08da424562d3_cx0_cy47_cw0_w1200_r1

افغانستان کې د پاکستاني طالبانو (ټي‌‌ټي‌پي‌) د حضور او فعالیت په اړه وروستۍ ادعاوې د اسلامي امارت او د پاکستان د حکومت ترمنځ پر یوه تقابل د بدلېدو په حال کې دي.

که څه هم د اسلامي امارت په منځګړيتوب د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو تحریک ترمنځ د اوربند هوکړه وشوه، خو دغه اوربند په یو اړخیز ډول له‌منځه یوړل شو چې ورسره د ټي‌‌ټي‌پي فعالیتونه پراخ او په تازه‌ګۍ سره خپله کابینه هم اعلان کړه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي‌ د عملیاتو د لمن پراخېدو سره هم‌مهاله د دغه هېواد حکومت د یادې ډلې پر وړاندې د مبارزې لپاره جدي اقدامات پیل کړي او تېره ورځ یې د کورنیو چارو وزیر له یوه ټلوېزیون سره په مرکه وویل چې د اړتیا پر مهال به افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي‌ پر پټن‌ځایونونو پوځي عملیات وکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دغه څرګندونې د دفاع وزارت له تند غبرګون سره مخ شوي دي. دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وروستۍ څرګندونې بې‌بنسټه او پارونکي بللي او ویلي یې دي چې ټي‌ټي‌پي‌ افغانستان کې شتون نه‌لري.

د سیاسي چارو شنونکي وايي چې د پاکستان حکومت پر اسلامي امارت د فشار راوړلو لپاره پلمې لټوي او افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي‌ د شتون ادعا هم یوه پلمه ده.

د سیاسي چارو شنونکي عزیز معارج سلام‌وطندار ته وویل: «د پاکستان ادعا یوه پروژه ده او غواړي چې خپلې غوښتنې پرې ومني. د افغانستان د حکومت مسوولیت هم دلته دا دی چې ثابته کړي دغه هېواد کې ټي‌ټي‌پي‌ شتون لري او که نه.؟»

په ورته مهال شنونکي افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د شتون او حضور په اړه ورته څرګندونو ته د ځواب او رسېدنې په موخه د سیمې په کچه د یوې اوږدې تګ‌لارې پر رامنځته کېدو او پلي کېدو ټينګار کوي.

پوځي کارپوه صادق شینواري سلام‌وطندار ته وویل: «ټي‌ټي‌پي نه یوازې په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت بلکې د سیمې هېوادونو لپاره هم یو جدي ګواښ رامنځته کړی او د یادې ډلې او نورو وسله‌والو ډلو د له‌منځه وړلو لپاره د سیمې او پاکستان په کچه یوې همغږۍ ته اړتیا ده.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د پاکستاني طالبانو تحریک سره د اسلامي امارت نږدې‌والی د دې لامل شوی چې افغانستان کې د یادې ډلې د شتون په اړه ګومانونه زیات شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام