په دې وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌ محمود قریشي د دې هیواد پارلمان ته د وینا پرمهال ویلي چې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني څخه یې پوښتي چې ولې دغه حکومت له یوې خوا له پاکستان څخه مرسته غواړي او له بل‌ پلوه پر دغه هېواد ناوړه تورونه لګوي او د پاکستاني چارواکو پر وړاندې ناسمې څرګندونې کوي.

خو یو‌شمېر افغان سیاسي شنونکي په دې باور دي چې د دواړو هېوادونو چارواکو ترمنځ اړیکې د بل هر وخت په پرتله ښې دي او دوی د ولس تېر اېستلو لپاره د پردې ترشاه ښې اړیکې لري، خو په عمل کې بل څه په ډاګه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سیاسي چارو شنونکی فضل الرحمن اوریا وایي چې د پردې ترشاه د دواړو هېوادونو اړیکې ښې دي، خو په عمل کې د دواړو هېوادونو چارواکي د یو بل پر ضد تبلیغات کوي چې له دې سره ولس ته اړیکې ترینګلې وښايي. نوموړی وایې، د ولسمشرۍ ماڼۍ چارواکي فکر کوي چې د پاکستان پرضد څرګندونې ښایي د دوی په ملاتړ عامه ذهنیت جذب کړي، خو په دې چارې سره دوي ملي افکار نشي ترلاسه کولای.

دغه راز د نړیوالو چارو کارپوه محب الله شریف هم په دې باور دی چې د پردې ترشاه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې دي او د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ یوه ډراماتیکه ډېپلوماټیکه لوبه روانه ده او دواړه لوري کله نا کله د یو بل پر ضد څرګندونې کوي. د نوموړي په وینا دغه وضعیت د هېڅ لوري په ګټه نه دی.

د هغه په وینا: « دا نه د افغانستان او نه هم دپآکستان په ګټه ده، هدف می دا وه چې که چیرې پاکستاني چارواکي پاکستانیان او دلته افغان چارواکي افغانان تیرباسي د ولسونو په ګټه نه ده. داسې ډراماتیکه دیپلوماتیکه لوبه ده خو دوي دپردې ترشاه په ځینوموض عاتو لګیا دي او  سره جوړجاړی کوي. دا چی واقعیت او په عمل کې تاثیر به یې د د دواړو ولسونو په په ژوند څه وي زه فکرکوم دا وخت ته اړتیا لري او په عمل کی به یې ووینو»

په همدې حال کې د حکومت د رسنیو مرکز رییس دواخان مینه پال وایې، د افغان حکومت غوښتنې د پاکستان له حکومت څخه په ډاګه دي. د هغه په وینا، د طالبانو ملاتړ او روزنه په پاکستان کې ترسره کېږي او د افغان ولس او حکومت پر وړاندې ترهګر له هغه ځای څخه افغانستان ته رالېږدول کېږي چې افغان دولت له پاکستان څخه د طالب او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې رښتینی او عملي اقدامات غواړي.



 هغ زیاتوي، په دې برخه کې د افغانستان ټول ولس او د حکومت مشرتابه په یوه دریځ دی، ترڅو چی پاکستان کې د تروریزم ملاتړی وي نه به افغانستان او نه به پاکستان په امن کې وي او سیمه به هم نا امنه وي.

دا څرګندونې په داسې مهال دي چې د تېر کوچني اختر په ورځو کې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ننګرهار ته  د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پر سیاست سختې نیوکې کړې وې او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د نا امنیو او ترهګریزو فعالیتونو په هکله د افغانستان اندېښنې له پاکستان سره شریکې شوې دي.

په وروستیو کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په کابل او اسلام آباد کې د سولې په تړاو پر ځینو مسایلو هوکړې ته رسېدلي، خو ټینګار یې کړی تر هغو چې دغه ژمنې عملي نشي، دوې به د هېچا پر ژمنو باور ونه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام