د پاکستان لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه او د انګلستان د وسلوالو ځواکونو قوماندان جنرال نیکولس کارټر تېره ورځ افغانستان ته راغلي وو او له ولسمشرغني او د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر سره یې د افغان سولې بهیر او امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د چارو یو‌شمېر کتونکي د دغو چارواکو وروستي سفر ته د شک په سترګه ګوري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نړیوالو چارو‌‌شنونکی محب الله شریف وایي، دی وېره لري داسې نه چې پاکستان په خپلې برېتانیوي شیطانۍ له طالبانو یو خوا او له افغان حکومت بل خوا داسې څه ترلاسه کړي چې بیا وروسته هم طالب او هم دولت پېښې‌مانه وي. شریف زیاتوي، وضعیت ته په کتو سره طالبان او حکومت دواړه په داسې یو وضعیت کې دي چې هر یو یې د برلاسۍ هڅه کوي او پاکستان یې په بدل کې یو څه ترې ترلاسه کړي.

هغه وایي: «پاکستان په دې ښه پوهیدلی دی چې دواړه یې داسی لومه کې راګېرکړي چې هر یو ورته تربل ښه اسانه او ښه وړاندېز کوي، نو دلته به د فشار زیان ولس ته متوجه وي چی څوک څه ورکوي، د څه مودې لپاره او دا به د افغانانو په ژوند څه تاثير وکړي.»



د پوځي چارو کار پوه جنرال دولت وزیري وایي، د پاکستاني چارواکو لخوا داسې سفرونه پخوا هم شوي، خو کومه پایله یې نه ده لرلې. د وزیري په وینا، له ګاونډیانو سره تګ راتګ ښه وي، څو وکولای شو شته ستونزې په خبرو او تفاهم سره حل کړو. هغه وایي، پاکستاني او بریتانوي پوځي چارواکو ښایي له ولسمشر سره د سولې په څرنګوالي او په ترکیه کې د جوړېدونکې غونډې په اړه خبرې کړې وي، خو  د نوموړي په خبره چې له پاکستانه  د ډېرې هیلې تمه نشي کېدلی.

د پاکستان او د انګلستان پوځي مشران په داسی حال کې افغانستان ته سفر کوي چې له دې څو ساعته وړاندې طالبانو د اختر په درېو ورځو کې اوربند اعلان کړ او د چارو کتونکي په دې باور دي چې د پاکستان لوی درستیز به اوس د دې دعوا کوي چې طالبان دوی درې ورځني اوربند ته راضي کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام