د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي ویلي، د افغانستان شاوخوا ۳۰۰ زره پوځ چې ښه روزل شوی او اوس د جګړې مشري کوي، د دغه هېواد د راتلونکې په ټاکلو کې مهم رول لري.

هغه وايي، کېدای شي افغان پوځ او حکومت دواړه همداسې پر خپل ځای پاتې شي، خو داسې اندېښنې هم شته چې دغه هېواد له بدو پایلې سره مخامخ شي. نوموړی د بهرنیو ځواکونو په نه موجودیت کې د افغان پوځ د بریا یا هم ړنګېدو احتمال نه ردوي او وايي، د افغانستان راتلونکی د اټکل کېدو وړ نه دی او وخت به هر څه ثابت کړي.

په همدې حال کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن په یوه غونډه کې وویل، ځینې رسنۍ د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسله دومره لوړوي چې ان د امنیتی ځواکونو پایښت ته زیان رسوي. د هغه په وینا، افغان وسله‌وال پوځ د جمهوریت د دفاع بشپړه وړتیا لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بله‌خوا د چارو شنونکي د افغانستان د راتلونکي په اړه د امریکایی چارواکو دا څرګندونې ناسمې بولي. د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي، امریکا په افغانستان کې له ۲۰ کلونو راهیسې استخباراتي، سیاسي او پوځي حضور لري؛ نو د هېواد د راتلونکي اټکل هم کولای شي.



شهزاده مسعود وايي، د افغانستان د وضعیت په اړه ناسمو تبلیغاتو د ولس پر روحیې ناوړه اغېزه کړې او په وینا یې، که امریکا رښتیا هم د سولې راتلو لپاره اراده ولري، پر دواړو لوریو یې د منلو وړتیا لري، خو دا ډول څرګندونې یې بیا ښايي تر شا نور څه ولري.

هغه زیاتوي، په افغانستان کې روانه جګړه د پردیو د ګټو لپاره ده او سوله هم د هغوی په لاس کې ده. نوموړی ټینګار کوي، افغان حکومت او سیاستوال باید په اوسنیو شرایطو کې واحد لیدلوری ولري  او د پردیو د دسیسو ښکار نه شي.

د پوځي چارو کارپوه عتیق‌الله امرخېل هم وایي چې امریکا تل د خپلو ځینو موخو لپاره د افغانستان وضعیت په اړه ضد او نقیصې خبرې کړي او له واقعیت څخه یې ډډه کړې ده.

هغه وویل، امریکا غواړي چې افغان حکومت او هم یې مقابل لوری له ځان سره وساتي او دواړو ته په ډاګه کوي چې یو لوری هم د دوی له مرستې پرته څه نه‌شي کولای.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله هم ویلي چې افغان سیاسي مشران دې د سولې خبرواترو د ملاتړ په موخه له طالبانو سره د سولې خبرو کې یوموټی شي او یا دې هم د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته یوې ترخې جګړې ته په تمه شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام