د ملي امنیت عمومي رییس احمدضیا سراج پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د طالب ډلې په مشرتابه کې ژور اختلافات پیدا شوي دي. د نوموړي په وینا، د سراج‌الدین حقاني په مشري د پېښور شورا هڅه کوي چې د طالبانو په مشرتابه کې د کوټې شورا ونډه کمرنګه کړي.

اوس یوشمېر سیاسي کارپوهان وایي، تر اوسه د جګړې په ډګر کې د طالبانو خپلمنځي اختلافات نه دي لیدل شوي، خو که افغان حکومت له طالبانو سره یوې ګډې هوکړې ته ورسېږي، د واک پر سر به په دې ډلې کې ژور اختلافات پیدا شي.

د سیاسي چارو شنونکی بسم‌الله رنجبر وايي، سولې ته د رسېدو په درشل کې ښايي د طالبانو په ډله کې خپلمنځني اختلافات پیدا شي؛ ځکه په دې ډله کې ښکېل اړخونه به د ډېرې ونډې او مهمو څوکیو ترلاسه کولو لپاره هڅې پیل کړي.

خو د سیاسي چارو یو بل شنونکی طارق فرهادي پر دې باور دی چې د ملي امنیت عمومي ریاست د حکومت دننه د اختلافاتو پټولو او عامه ذهنونو ګډوډولو په موخه د طالبانو په ډله کې د خپلمنځي اختلافاتو د پیدا کېدو خبره کوي.

د هغه په خبره، طالبان تر اوسه سولې ته نه دي رسېدلي او د جګړې په ډګر کې یې په جلا توګه عمل نه دی کړی، خو که د سولې خبرې پایلې ته ورسېږي، په دې ډله کې به ژور اختلافات پیدا شي.

د سیاسي چارو شنونکي باور لري، که د طالب ډلې ترمنځ رښتیا هم اختلافونه وي، دا به په سیاسي او امنیتي ډګر کې د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې د افغان حکومت او امنیتي ځواکونو برلاسی یقیني کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام