افغانستان کې د ا.ا واکمنۍ د لومړي کال د پوره‌کېدو په درشل کې د امریکايي ځواکونو پخواني قومندان ډېوېډ پېټریوس له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر وتلو نیوکه کړې ده.

دغه پخواني امریکايي جنرال په یوې مقاله کې چې اتلانتیک مجلې خپره کړې، ویلي، امریکا کولای شوای چې افغانستان کې په خپل حضور سره د مخکیني حکومت د پرځېدو مخه ونیسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ډېوېډ پېټریوس د دوحې تړون او مرکزي حکومت ته د ډېر واک ورسپارل هغه لاملونه بولي چې په وینا یې، مخکینی حکومت یې راوپرځاوه.

په ورته مهال په افغانستان کې د امریکا مخکینی شارژدافیر راس  ویلسون له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د مخکیني حکومت پرځېدل، ټول حیران کړي دي.

د نوموړي په وینا چې نه یوازې لوېدیځ، بلکې خپله اسلامي امارت هم په دومره لنډ وخت کې د مخکیني حکومت پرځېدو حیران کړل.

د راپورونو له مخې، ډېوېډ پېټریوس دا هم ویلي، د دې ډاډ نشته چې امریکا دې بیا په افغانستان کې ځان ښکېل کړي. نوموړي زیاته کړې چې د دې احتمال شته چې د افغانستان اوسني سرپرست حکومت ترهګرو ډلو ته ځای ورکړی وي.

په همدې حال کې یوشمېر کارپوهان په دې باور دي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د دغه هېواد د پخوانیو پوځي چارواکو څرګندونې د افغانستان پر وړاندې د امریکا پر تګلارې اغېز نه لري.

دوی همداراز زیاتوي، که امریکا له افغانستان څخه یو لوی ګواښ احساس کړي، ښايي افغانستان ته د بېرته راتلو په اړه فکر وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي چې افغانستان کې د امریکا لویه ستونزه له فاسدو سیاستوالو سره د دغه هېواد همکاري وه چې له امله یې مخکینی حکومت وپرځېد.

د نوموړي په وینا، افغانستان کې د امریکایانو ملګرو د ځان لپاره پیسې راټولولې چې ډیموکراسي په قوم‌پالنې بدله شوه.

دا په داسې حال کې ده چې په تېر یوه کال کې د اسلامي امارت سرپرست حکومت او امریکا په وار وار یو بل د دوحې له تړون څخه په سرغړونې تورن کړي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په کابل کې د امریکا وروستي هوايي برید چې ادعا کېږي د القاعده مشر ایمن الظواهري په کې وژل شوی، د دواړو لوریو له‌خوا دوحې تړون ته د ژمن پاتې‌کېدو په اړه نیوکې زیاتې کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام