د جوزجان د جنایي مدیریت د انسان تښتونې آمر شېرمحمد سادات وايي، ناپېژنده وسلهوالو د روانې کب میاشتې په ۲۵مه، د پنجشنبې ورځ ماښام شاوخوا اووهنیمې بجې د شبرغان ښار د «بابهعلي» کلي اوسېدونکی طلابای وژلی دی.
د نوموړي په وینا، د جنايي مدیریت د کرمینالوژي ډله سیمې ته ورغلې، څو یاده پېښه په هراړخیز ډول وڅېړي.
هغه زیاتوي چې تر اوسه د دې پېښې انګېزه او لامل نهدي روښانه شوي او نه یې هم څوک په تړاو نیول شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر بنسټ، په یوشمېر ولایتونو کې مرموزې وژنې او ترورونه زیات شوي دي.