Asset 1SWN

پکتیا کې ناپېژنده کسانو یو موټرچلوونکی وژلی او موټر یې ترې بیولی

542a519a-7fca-46fb-a6d3-4ba0d09d14a2

د پکتیا امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې ناپېژنده وسله‌والو یو موټر چلوونکی وژلی او موټر یې ترې بیولی دی.

د پکتیا د امنیې قومنداني ویاند منیب ځدراڼ سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه تېره ورځ رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، وسله‌والو دغه موټر چلوونکی ګردېز ښار څخه سیدکرم ولسوالي ته دربست کړی و او د یادې ولسوالي اړوند سیمه کې یې موټر چلوونکی وژلی او موټر یې له ځان سره بیولی دی.

د پکتیا د امنیې قومنداني ویاند همداراز وویل چې پېښه تر څېړنې لاندې ده او امنیتي ځواکونه د قاتلینو د نیولو په هڅه کې دي.

منیب ځدراڼ ټينګار کړی چې دغه کس له چا سره شخصي دښمني نه درلوده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې دغه ولایت او د هېواد په نورو سیمو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي دي.

مرتبط با این خبر:

— پروان کې وسله‌والو غلو پلار او زوی وژلي

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام