د دایکندي محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په شهرستان ولسوالي کې یو کس د اوبو پر سر د شخړې له کبله وژل شوی دی.

د دایکندي د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې پېښه د شهرستان ولسوالي په «اوري مزار اوزموګ» کلي کې پرون ماښام د محمدرضا او رحمت‌الله په نوم د دوو کسانو ترمنځ شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د شخړې له امله محمدرضا د چړې په وسیله رحمت‌الله نومی کس وژلی او له سیمې تښتېدلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د دایکندي اوسېدونکي په دې وروستیو کلونو کې د اوبو کمښت او وچکالۍ سره مخ دي چې وخت ناوخت د کورنیو او بزګرانو ترمنځ د اوبو پر سر شخړې رامنځته کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام