Asset 1SWN

ذبېح‌الله مجاهد: افغانستان به د هر ډول خوځښت ځواب ورکړي

ARG-222-psycjb84rwihwfplg3vp364gejijjzkm1jwvou6iyw

د ا.ا ویاند ذ.‌بېح‌الله م.جاهد له سلام‌وطندار سره مرکه کې که څه هم د پاکستان د لنډمهالي لومړي وزیر انورالحق کاکړ د هغو څرګندونو په اړه بې‌خبري ښيي چې ویلي دي، دغه هېواد به په مشخص وخت کې د ځان د دفاع لپاره په افغانستان کې نظامي عملیات وکړي، خو ټینګار کوي چې د افغانستان حکومت چمتو دی چې په داسې وضعیت کې خپله خاوره وساتي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وايي: «باید ووایو چې موږ به په دې برخه کې د خپلې هرې لوېشت خاورې دفاع کوو او که خدای مه کړه، اقدام وشي، موږ به یې ځواب ورکړو. موږ هغه ته [د پاکستان لنډمهالی لومړی وزیر] مشوره ورکوو چې خپل مسایل په خپل هېواد کې حل کړي او تورونه ونه لګوي.»

د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر انورالحق کاکړ تازه د امریکا غږ له اردو برخې سره په مرکه کې ویلي چې پاکستان به له اړتیا سره سم په مشخص وخت کې د ځان د دفاع لپاره په افغانستان کې نظامي عملیات وکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې دغه هېواد حق لري، څو د ځان او خپلو خلکو د دفاع لپاره په دې برخه کې لازم ګامونه اوچت کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې د پاکستان د لنډمهالي حکومت د کورنیو چارو وزیر هم څو ورځې وړاندې په پاکستان کې د تاوتریخوالي جوړولو په موخه د افغانستان خاورې پر کارېدو نیوکه وکړه او له اسلامي امارت څخه یې وغوښتل چې د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام