د امریکا پوځ د مرکزي قومندانۍ یا سنتکام قومندان جنرال فرانک کنټ مک‌کنزي تایید کړې چې د اګسټ په ۲۹مه کابل کې د دغه هېواد په هوايي برید کې په تېروتنه یې د یوې کورنۍ ۱۰غړي وژلي دي.

د سنتکام قومندان زیاتوي، د څېړنو په پایله کې جوته شوې چې د اګسټ په ۲۹مه د کابل نړۍ‌وال هوايي ډګر ته نږدې د امریکا په هوايي برید کې د ۷ماشومانو په ګډون ۱۰ملکیان وژل شوي دي. دغه امریکايي جنرال وايي: «دا یوه تېروتنه وه او زه د زړه له تله بښنه غواړم.»

مک‌کنزي زیاته کړه: «له بده مرغه زه اوس دا منم چې په دغه هوايي برید کې د ۷ماشومانو په ګډون ۱۰ ملکیان وژل شوي دي. زمونږ ارزونې هم دا راښايي چې موټر او وژل شوي کسان د داعش خراسان څانګې پورې تړاو نه لري او د دوی له لوري امریکا ته په مستقیمه توګه کوم ګواښ نه وو متوجه.»

دا په داسې حال کې ده چې د اګسټ په ۲۹مه د امریکا پوځ ویلي وو چې د داعش ډلې یو موټر چې بمونه پکې ځای پر ځای شوي وو او قصد یې درلود چې په کابل نړیوال هوايي ډګر برید وکړي، له منځه یې وړی دی.

دغه هوايي برید، څو ورځې وروسته له هغې وشو چې د کابل هوايي ډګر دروازې مخته په چاودنو کې څه باندې ۱۰۰ افغانان او ۱۳ امریکايي ځواکونه ووژل شول چې پړه یې د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش پر غاړه واخیسته.

د جنرال مک‌کنزي دغو څرګندونو د امریکا د کانګرس د یو‌شمېر غړو تند غبرګونونه راپارولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام