د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې نن په کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې پر ملکي او ښوونیزو مرکزونو د ترهګریزو بریدونو له زیاتوالي څخه اندېښنه څرګنده کړه.

د دغې ډلې مسوولان وايی، له تېرو څو کلونو راهیسې د یوه ځانګړي مذهبي قوم پر وړاندې په سیستماتیک ډول ترهګریز بریدونه کېږي، خو حکومت د ورته بریدونو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي.

د انتقالي عدالت د همږغۍ ډلې غړی اشرف بختیاري وايي، پر ښوونیزو مرکزونو ترهګریز بریدونه د وحشت څپه خپروي او زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې کولی شي.

هغه وایي: «په خواشینۍ سره چې په وحشت سره وژنې او جنایت ترسره شوی، خو دولت او اړوندو بنسټونو تل بې غوري خپله کړې او د یوې ځانګړې سیمې د خلکو امنیت ټینګښت لپاره یې هېڅ ډول اقدامات تر لاس لاندې نه دي نیولي.»

دا په داسې حال کې ده چې حکومت د کابل په لوېدیځ سیدالشهدا ښوونځي او د لوګر په پلم علم ښار کې د خونړي بریدونو قربانیانو ته د درناوي په موخه نن سه شنبه ملي ماتم اعلان کړی دی. په ورته مهال، په کابل کې اروپايي ټولنې هم خپل بېرغ نیمه ځوړند کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌‌پاڼه وڅارئ

خو د ترهګریزو بریدونو او جګړو قربانیان وايي چې د ملي ماتم اعلانول او د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندول د قربانیانو کورنیو هېڅ درد نه شي رغولی.

د دوي په وینا، حکومت دې د سمبولیکو پرېکړو پر ځای له خونړیو پيښو څخه مخنیوی وکړي. هڅه مو وکړه تر څو په دې تړاوو د ولسمشرۍ ماڼۍ لیدلوری هم ترلاسه کړو خو بریالي نشوو.



د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا پر سیدالشهدا ښوونځي د چاودنې په غبرګون کې دا برید د نه بښلو وړ بللی او د یاد برید د عاملینو د نیولو او سزا ورکولو غوښتنه یې کړې ده.

د یوه ځانګړي قوم پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو زیاتوالي په تړاوو انديښنې په داسې حال کې دي چې دوه ورځې وړاندې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي و چې هزاره د یوه جنګي جنایت او نسل وژنې ښکار ګرځېدلی دی.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له نړیوالو بنسټونو څخه غوښتي چې د دغه ډول جنایتونو پر وړاندې د هزاره وګړو ساتنه وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام