ټول‌ګډونه حکومت به افغانستان کې تل‌پاتې سولې ته لار هواره کړي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، اروپايي ټولنه ژمنه ده چې افغانستان په نړیواله اجنډا کې وساتي، خو نوموړي اسلامي امارت ته په اشارې سره ویلي چې وخت لنډ دی او باید اقدامات وکړي. په همدې حال کې د چارو یو‌شمېر شنونکي هم افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کوي.

حکومت د ترهګریزو بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلی

د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې نن په کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې پر ملکي او ښوونیزو مرکزونو د ترهګریزو بریدونو له زیاتوالي څخه اندېښنه څرګنده کړه.
د دغې ډلې مسوولان وايی، له تېرو څو کلونو راهیسې د یوه ځانګړي مذهبي قوم پر وړاندې په سیستماتیک ډول ترهګریز بریدونه کیږي، خو حکومت د ورته بریدونو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي.