Asset 1SWN

بلخ کې د عاشورا مراسمو نمانځنې لپاره ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي

20230725_184602

د عاشورا ورځې په رانږدې کېدو سره بلخ کې امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د شیعه‌ وګړو اړوند جوماتونو او تکیه‌خانو امنیت لپاره کلک تدابیر نیولي دي.

د بلخ امنیې قومنداني د امنیت امر عبدالحی عابد سلام‌وطندار ته وايي چې دغه ولایت کې د عاشورا مراسمو امنیت لپاره د ښار بېلابېلو سیمو کې ګډ امنیتي ځواکونه ګومارلې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عابد وویل: «د عاشورا مراسمو لپاره بشپړ امنیت نیول شوی او خلک کولای شي چې خپل مذهبي مراسم په امنه فضا کې او له اندېښنو لرې ترسره کړي.»

یو‌شمېر شیعه‌ مذهبي بیا د مرحوم ورځو کې د دوی اړوند مراسمو کې د امنیتي چارواکو له حضور هرکلی کوي او د دوی شتون د یوه بل د منلو او ملي یووالي نښه بولي.

د بلخ یوه اوسېدونکي سجاد موسوي وايي چې د عاشورا مراسمو امنیت ټینګښت به یادو مراسمو کې د خلکو د ګډون کچه او لېوالتیا ډېره کړي.

هغه وویل: «د بلخ جوماتونو او تکیه‌خانو څخه د امنیت امر له لیدو خوښ یوو او دا به د یووالي او ورورولۍ ستنې پیاوړې کړي.»

په ورته مهال بلخ کې یو‌شمېر نور شیعه مذهبي هم د عاشورا لپاره د امنیت له ټينګښت خوښي څرګندوني او په وینا یې، «تراوسه هېڅ امنیتي ستونزه نه ده پېښه شوې.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

بلخ کې امنیتي مسوولان داسې مهال دغه ولایت کې د جوماتونو او تکیه‌خانو د امنیت ټينګښت ډاډ ورکوي چې له دې وړاندې د شیعه‌ مذهبو اړوند تکیه‌خانو او جوماتونو باندې خونړي بریدونه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام