د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، اروپايي ټولنه ژمنه ده چې افغانستان په نړیواله اجنډا کې وساتي، خو نوموړي اسلامي امارت ته په اشارې سره ویلي، وخت لنډ دی او باید اقدام وکړي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي یو ځل بیا افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی او ویلي یې دي چې ټول‌ګډونه حکومت دغه هېواد کې تل‌پاتې سولې ته لار  هواروي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې د چارو یو‌شمېر شنونکي هم افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کوي او  وايي چې د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل د ټولو په ګټه دی.

د چارو شنونکی او اسلامي امارت ته نږدې څېره سیداکبر اغا سلام‌وطندار ته ویلي چې اسلامي امارت باید د ټوله‌ګډونه کېدو لپاره له بې‌ پرې او متخصصو کسانو څخه کار واخلي.

نوموړي وویل: «نور هېوادونه هڅه کوي چې د ټول‌ګډونه حکومت په پلمه خپل جاسوسان په‌کې ځای پر ځای کړي. غوره دی چې اسلامي امارت د همه‌شمول‌کېدو لپاره له بې پرې او متخصصو څېرو څخه استفاده وکړي. دا کار د خلکو په خیر دی او هېواد کې د سولې او ثبات ټینګښت برخه کې مرسته کوي.»

په ورته مهال د سیاسي چارو شنونکی عبدالجبار اکبري د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، بهرني هېوادونه هڅه کوي چې مشارکتي حکومت کې د خپلې خوښې وړ شخصیتونه وګوماري.

هغه اسلامي امارت څخه غواړي چې د ټول‌ګډونه حکومت لپاره، کار وړ او متخصصه څېرو څخه استقاده وکړي.

له دې سره د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو په برخه کې د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي توماس نیکلاسن څرګندونې، د هغه شخصي نظر بولي او وايي، په دې اړه څه ویل نه لري.

دا داسې مهال دی چې د څه باندې یو کال په تېرېدو اسلامي امارت لاهم د نړیوالو له‌خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

ترهګرۍ سره مبارزه، بشري‌حقونو ته درناوی او د ټول‌ګډونه حکومت جوړول د اسلامي امارت د رسمیت پېژندو لپاره د نړیوالې ټولنې له مهمو وړاندې شرطونو څخه دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام