د پاکستان بهرنیو چارو وزارت پرون په یوې خبرپاڼه کې وویل چې د افغانستان له خاورې وسله‌وال ترهګر د دوی پر پوځیانو بریدونه کوي.

دغو څرګندونو ته د چارو کارپوهان په دې اند دي چې پاکستان کې نیابتي جګړه او ناامنۍ ډېرې شوي او په داسې څرګندونو سره چې افغانستان کې ترهګرۍ دوی ته ګواښ پېښوي، غواړي نیابتي جګړه افغانستان ته ولېږدوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د استخباراتي او سیاسي چارو کارپوه محمود حیدري وایي، د پاکستان نوي حکومت کې د امریکا پخوانۍ کړۍ فعاله دي او افغانستان کې هم ځینې ډلې شته چې پاکستان ته ژمنې دي او د هغوی موخې عملي کوي.

د حیدري په وینا، روانو ناسمو شرایطو کې اسلامي امارت ته پکار ده، چې ځان خپلواکه کړي کړي او د پاکستان په سیاستونو خطا نه‌شي.

هغه وویل، د نجونو ښونځیو ته د اجازې نه‌ورکولو، د پاکستان پلوه کسانو لخوا د پخوانیو افسرانو او سرتیرو ځورول، نیول، یا وژلو په څېر کړنې د پاکستان په غوښتنه کیږي چې اسلامي امارت سخت برخلیک سره مخ کولی شي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل:«داځکه چې نیابتي جګړه پاکستان ته تللی او هلته ترهګریز بریدونه زور اخیستی. دوی غواړی بېرته یې دې‌خوا ته را انتقال کړي او نړۍ ته هم ووایي چی دا له افغانستان څخه پر مونږ ده. خو نړیوال هم د پاکستان په کړنو پوهېږي.»

د امنیتي او استخباراتي چارو کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت هم ورته نظر لري او وایي، لکه څنګه چې تر دې مخکې هم یو‌‌شمېر ترهګرې ډلې د امریکا او ځینو نړیوالو کړیو په ملاتړ پاکستان کی روزل شوي او د خاصو موخو لپاره افغانستان او نورو هېوادونو کې کارول شوي، اوس بیا د امریکا ځانګړې استخباراتي ډلې پاکستان کی ځای پرځای شوي دي.

هغه وویل، له دغو ډلو څخه د پاکستان په واسطه د افغانستان په ګډون نورو هېوادونو کې کار اخیستل کېږي.

د هغه په وینا، پاکستان د نورو هېوادونو په غوښتنه څو ځله د سولې پلانونه شنډ کړي او د لنډمهاله حکومتونو راتګ ته یې زمینه برابره کړې او په وسیله یې د افغانستان درنې وسلې او هوایي ځواک ورڅخه اخیستی او ترهګرو ته یې لاره پرانیستې ده.

د اسلامی امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې ستونزې باید د بریدونو له لارې نه، ‌بلکې له ډیپلوماټیکو لارو حل شي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «هېچا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي او یا زمونږ له خاورې پاکستان ته کوم تهدید متوجه وي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې یو‌شمېر هېوادونو هم تر دې وړاندې څو ځله اندېښنه څرګنده کړې چې افغانستان څخه به ترهګرې ډلې د منځنۍ اسیا او نورو هیوادونو لپاره ګواښ پېښ کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام