د بدخشان، هرات او فاریاب محلي او امنیتي مسوولان په دغو ولایتونو کې د ۱۱ امنیتي ځواکونو د وژل کېدو او ۱۹ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د بدخشان محلي سرچینې وايي، طالبانو نن سهار وختي شاوخوا ۳ بجې د دغه ولایت په زېباک ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې برید کړی چې له کبله یې ۸ سرتېري وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي. د سرچینو په وینا، په «سرشخ» ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو دا پوسته د طالبانو لاس ته ورغلې او د امنیتي ځواکونو ټول تجهیزات یې له ځان سره وړي دي.

د زېباک ولسوالي په روغتیايي مرکز کې یوه سرچینه هم وايي چې ۸ جسدونه او دوه ټپیان ور وړل شوي دي. د بدخشان د امنیې قومانداني د رسنیو برخې مسوول ثناالله روحاني هم یاد برید تاییدوي او په وینا یې، طالبانو او امنیتي ځواکونو ته مرګ‌ژوبلې اوښتې ده. طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.

په همدې حال کې طالبانو بېګاه د هرات په غوریان ولسوالي کې د امنیې قومانداني او ولسي پاڅونوالو پر مرکز موټربم برید کړی دی.

د هرات د ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د یاد برید په پایله کې ۲ ولسي پاڅونوال وژل شوي او ۱۵ نور چې ۳ یې امنیتي ځواکونه او ۱۲ هم ملکیان دي، وژل شوي دي. د خبرپاڼې په خبره، په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. خبرپاڼه زیاتوي، په پېښه کې د خلکو څلور کورونه هم په بشپړ ډول نړېدلي او لسګونه نور زیانمن شوي دي.

د هرات په غوریان ولسوالي کې د طالبانو موټربم برید له کبله اوښتي زیانونه

په خبرپاڼه کې دغه راز لیکل شوي چې وسله‌وال له موټربم برید سره هم‌مهاله له امنیتي ځواکونو سره نښتي چې له کبله یې ۱۵ طالبان وژل شوي دي.

خبرپاڼه لیکي، طالب ډلې په تېره یوه میاشت کې د ۴ موټربم بریدونو په ګډون، د هرات په ښار او ولسوالیو کې ۴۰ بریدونه کړي چې له کبله یې ملکیانو ته ډېره مرګ‌ژوبله او مالي زیانونه اوښتي دي.

بله‌خوا د فاریاب د پولیسو د ریزرف عملیاتي کنډک د لومړي ټولي قوماندان منصور عزیزي سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو بېګاه د فاریاب د خواجه سبزپوش ولسوالي په بادغیسي سیمه کې د دغه ټولي پر یوې پوستې برید کړی چې یو پولیس په‌کې وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه په هرات او فاریاب کې د شویو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام