په وروستیو لسو ورځو کې د وسله‌والو طالبانو نفوذي کسانو په تخار، کندوز بادغېس او غور ولایتونو کې خپل ۹ ملګري وژلي او د پوستو نظامي تجهیزات یې له ځان سره وړي دي.

طالبانو په تېرو شپږو مېاشتو کې نفوذي بریدونه نه وو کړي، خو اوس یې یو ځل بیا ورته مخه کړې ده. د دې ډلې یوه نفوذي کس د وري په ۲۵مه د کندوز د پنځمې امنیتي حوزې مرستیال له دوو سرتېرو سره وواژه او له تجهیزاتو او یوه هاموې ټانګ سره یوځای طالبانو ته ورغی.

له دې پېښې وروسته د وري په ۲۶مه د تخار په دشت‌کلا ولسوالي کې د طالبانو یوه نفوذي کس د شپې پر مهال خپل درې ملګري ووژل او د پوستې ټول تجهیزات یې له ځان سره یووړل. د تخار چارواکي وایي، په دې پېښه کې دوه پولیس هم وژل شوي دي.

د نظامي او استخباراتي چارو کارپوه محمود حیدري وایي، په بېلابېلو لوریو پورې د کشفي او استخباراتي ادارو تړاو او د یادو بنسټونو کمزورتیا د دې لامل شوې چې طالبان او نورې ترهګرې ډلې په اسانۍ نظام ته لاره پیدا کړي.

د طالبانو نفوذي کسان د تخار او کندوز تر څنګ، په غور کې هم ارام نه دي ناست. دوی په دغو ولایتونو کې یو کلاشینکوف، یوه پیکا او یو راکېټ له ځان سره وړي او د وسله‌والو طالبانو لیکو ته ورغلي دي.

دغه راز، په یوه تازه پېښه کې د وسله‌والو طالبانو یوه نفوذي کس تېره شپه په بادغېس کې د سنګر درې ملګري وژلي او د پوستې نظامي تجهیزات یې له ځان سره وړي دي.

د تخار، کندوز، غور او بادغېس ولایتونو وروستۍ پېښې د دې ښکارندویي کوي چې طالبانو یو وار بیا نفوذي بریدونو ته زور ورکړی، خو د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي چې اوس یاد بریدونه کم شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، د سرتېرو د جلب او جذب د روڼتیا او اصلاحاتو په پایله کې د وسله‌والو طالبانو د نفوذي سرتېرو بریدونه کم شوي دي.

د نوموړي په وینا، یوشمېر هغو نفوذي کسانو چې وړاندې یې د پولیسو لیکو ته لاره پیدا کړې، دا ډول جنایتونه کوي.

نظامي کارپوهان وایي، د مخالفې ډلې د نفوذي کسانو بریدونه او د هېواد د امنیتي ځواکونو په لیکو کې یې د ځای پر ځای کولو څرنګوالی هغه ننګونه ده چې تل یې افغان حکومت ګواښلی او په‌کار ده چې په دې برخه کې لا جدي کار وشي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام