له څه باندې یوې نیمې میاشتې راهیسې کله چې اسلامي امارت واک ته ورسېد، طالبانو د لومړي ځل لپاره د اساسي قانون په اړه خپل دریځ روښانه کړ او ویلي یې دي چې د اوس لپاره به په لنډمهالي توګه د ظاهر شاه د دورې اساسي قانون نافذوي.
د اسلامي امارت د عدلیې سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي په لنډمهالي توګه د پخواني پاچا محمدظاهر شاه د وخت اساسي قانون له نافذېدو څخه خبر ورکوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د عدلیې سرپرست وزیر کابل کې د چین سفیر وانګ یو سره لیدنه کې ویلي، هېواد کې به د ظاهر شاه د وخت اساسي قانون اجرا شي، خو له هغو مواردو پرته چې اسلام سره په ټکر کې وي.
د عدلیې وزارت سرپرست همدارنګه ویلي، هغه نړیوال قوانین هم چې د اسلام له اصولو سره په ټکر کې نه وي، د اسلامي امارت لهخوا د منلو وړ دي او طالبان ورته درناوی کوي.
د اسلامي امارت د عدلیې سرپرست وزیر کابل کې د چین سفیر سره لیدنه کې ټینګار کړی چې طالبان له نړۍ سره د ښو او دوستانه اړیکو غوښتونکي دي او د افغناستان له خاورې به د هېڅ کوم هېواد پر وړاندې ګټه وا نه خیستل شي.
د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د وخت اساسي قانون په ۱۳۴۳ کال کې نافذ شو او د دویم ځل لپاره د انتقالي حکومت دوره کې په موقت ډول اجرا شو.