Asset 1SWN

صالح: د طالبانو د بریدونو ډېرېدو لامل له سیاسي او باندنیو تحولاتو نه د دغې ډلې ناسم درک دی

امرالله-صالح-owsvbee3svrlxc8lg36uhl32tkdw2yob97be825cpg

 

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، طالبانو ځکه پر خلکو خپل بریدونه ډېر کړي چې دغه ډله له روانو سیاسي او باندنیو تحولاتو خبر نه لري.

صالح نن پر خپله فېسبوک پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، طالبانو ملي اراده له پامه غورځولې او د سولې له پروسې د ناسم برداشت په لرلو سره یې خپل بریدونه ډېر کړي دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال دغه راز ویلي، د هېواد په ډېرو برخو کې د طالبانو بریدونه له ماتې سره مخ شوي.

د ده په خبره، طالبان هېڅ ډول سټراتیژيکه او سیاسي بریا نه لري ځکه یې وینو تویولو ته مخه کړې او له تاوتریخوالي نه د سیاسي وسیلې په توګه ګټه اخلي.

له بلې خوا، د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم نن په کابل کې د خبري ناستې پرمهال وویل، د سولې په خبرو کې اصلي ستونزه هم طالبان دي.

هغه وايي، طالبان هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره ژمنتیا نه لري.

دې سره افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ویلي، تېرو دوو ورځو کې یې هلمند کې د طالبانو پر مرکزونو څو هوايي بریدونه کړي دي.

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګټ نن پر ټوېټر لیکلي، طالبان باید هر څه ژر تاوتریخوالی کم کړي.

د هغه په وینا، دغه بریدونه د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې خلاف دي.

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند زیاته کړې، دغه هوايي بریدونه افغان امنیتي ځواکونو نه د دفاع لپاره چې د طالب جنګیالیو تر بریدونو لاندې راغلي، شوي دي.

هغه ټینګار کړی چې امریکايي ځواکونه افغان امنیتي ځواکونو نه ملاتړ ته دوام ورکوي.

دا ټول داسې مهال دي چې دوحه کې د بین‌الافغاني خبرو رسمي پیل نه یوه میاشت تېرېږي، خو د افغان دولت او طالبانو د مرکه‌چي پلاوو تماس ډلې لا هم نه دي توانېدلي چې د رسمي خبرو پر کړنلارې سره هوکړې ته ورسېږي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام