Asset 1SWN

د کابل او هلمند سیندیزو حوزو کې د اوبو کچې را پورته کېدو په اړه خبرداری

تتتتتتتتتتتتتتت

د اوبو او برښنا وزارت د کابل او هلمند د سیندیزو حوزو په ګډون، د هېواد په ۱۱ لویو او کوچنیو سیندونو کې د اوبو کچې را پورته کېدو په اړه خبرداری ورکوي.

د اوبو او برښنا وزارت د نشراتو رییس غلام‌جیلاني حقپرست سلام‌وطندار ته ویلي چې د باران اورېدو او د واورې ویلې کېدو له کبله به د هلمند، ترینکوټ، ارغنداب، غزني، لوګر، کابل، خوست، پکتیا، غوربند، پنجشېر او لغمان سیندونو کې سېلابونه راشي او د اوبو کچه به لوړه شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه د یادو سیندونو په اوږدو کې له مېشتو خلکو غواړي چې د ځان او کورنۍ خوندیتوب په موخه چمتووالی ولري. نوموړی زیاتوي: «د یادو سیمو له اوسېدونکو غوښتنه کېږي چې د سېلاب راوتلو پر مهال سیند ته ور نږدې نه‌شي. د پورته سیمو اوسېدونکي دې د سېلابونو راوتلو او د سیندونو د اوبو پورته کېدو پر مهال د ټیټو سیمو اوسېدونکو ته خبر ورکړي، څو خلکو ته د احتمالي مرګ‌ژوبلې مخه ونیول شي.»

په ورته وخت کې د افغانستان د هواپېژندنې ملي ادارې په راتلونکو څو ورځو کې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې له ۱۰ملي مترو تر ۲۵ملي مترو پورې د باران او له ۱۰ تر ۲۰ سانتي مترو پورې هم د واورې اورېدو اټکل کړی دی.

د هوا پېژندنې ملي ادارې رییس محمدنسیم مرادي په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «په خوست، زابل، پکتیا، پکتیکا، لوګر، ننګرهار، بامیان، دایکندي، زابل، کابل، میدان وردګ، غزني، روزګان او لغمان ولایتونو کې د سخت باران او واورې اورېدو اټکل شوی دی.»

بله‌خوا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې چارو کې د دولت وزارت ډاډ ورکوي چې د یادو پېښو له کبله د اوښتونکو زیانونو مخنیوي لپاره بشپړ تیاری لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه وزارت ویاند شفېع‌الله رحیمي سلام‌وطندار ته ویلي: «موږ په ۲۴ ولایتونو کې خپلو امکاناتو ته په کتو مرستې پیل کړي. د عامه پوهاوي پروګرامونه مو پیل کړي او هڅه کوو، څو د نورو بنسټونو مرستې هم دې برخې ته را وګرځوو او د باران له اورېدو او سېلابونو راوتلو مخکې ستونزې حل کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله په ټول هېواد کې ۱۸۲ کسان مړه او ۲۵۰ نور هم ټپیان شول. دغه راز، دغو سېلابونو پر درې زره جریبه ځمکې سلګونه استوګنیز کورونه هم ویجاړ کړل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام