Asset 1SWN

نصیراحمد فایق د ملګرو‌ملتونو په عمومي غونډه کې له وینا کولو ډډه کړې

NasirAhmad Faayeq

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولي سرپرست نصیراحمد فایق د روانې اوونۍ د شنبې پر ورځ د تلې په دویمه نېټه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو په ۷۷مه کلنۍ غونډه کې به وینا ونه کړي.

فایق زیاته کړې چې افغانستان او میانمار به د تېر کال د هوکړې او مخینې ته په کتو چې د ملګرو ملتونو په غونډه کې یې وینا ونه‌کړه، سږکال به هم د دغه سازمان په غوڼده وینا ونه‌کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولي سرپرست زیاته کړې چې نوموړی به د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې چې د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه د افغانستان د وضعیت په اړه جوړېږي، د ګډون ترڅنګ وینا هم وکړي.

نصیراحمد فایق د مخکیني حکومت له ډيپلوماټانو څخه دی. څه باندې یو کال کېږي چې افغانستان یو مشروع حکومت نه لري او دې موده کې اوسنی سرپرست حکومت هم د کوم هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

که څه هم اسلامي امارت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره ډېرې هڅې کړي، خو تراوسه نه دی بریالی شوی چې دغه څوکۍ خپله کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام