کرزی پاکستان ته: له ګواښ او زور زیاتي ډډه وکړئ

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د ملي امنیت شورا د ناستې او دې ناسته کې د نیول شوې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، د پاکستان اوسنی وضعیت او ناامني د دغه هېواد د حکومت د سیاستونو پایله ده. پخواني ولسمشر همداراز له پاکستان غوښتنه کړې چې له ناامنۍ سره د اغېزمنې مبارزې لپاره دې خپلو وروستیو څو لسیزو پر سیاستونو ژور فکر وکړي او بدل دې یې کړي.

نصیراحمد فایق د ملګرو‌ملتونو په عمومي غونډه کې له وینا کولو ډډه کړې

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولي سرپرست نصیراحمد فایق پرون د تلې پر دویمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د ملګرو‌ملتونو په ۷۷مه کلنۍ غونډه کې به وینا ونه کړي. فایق زیاته کړې چې افغانستان او میانمار به د تېر کال د هوکړې او مخینې ته په کتو چې د ملګرو ملتونو په غونډه کې یې وینا ونه‌کړه، سږکال به هم وینا ونه‌کړي.