Asset 1SWN

کرزی پاکستان ته: له ګواښ او زور زیاتي ډډه وکړئ

hamid_karzai

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د ملي امنیت شورا د ناستې او دې ناسته کې د نیول شوې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، د پاکستان اوسنی وضعیت او ناامني د دغه هېواد د حکومت د سیاستونو پایله ده.

کرزي پرون سه‌شنبه د مرغومې دیارلسمه دغه څرګندونې پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي دي. کرزي لیکلي: «د پاکستان خلک د افغانستان همسایه وروڼه دي، خو د پاکستان اوسني حالات او ناامنۍ تر ډېره د پاکستان د حکومت د خپلو پالیسیو نتیجه ده.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پخواني ولسمشر همداراز له پاکستان غوښتنه کړې چې له ناامنۍ سره د اغېزمنې مبارزې لپاره دې خپلو وروستیو څو لسیزو پر سیاستونو ژور فکر وکړي او بدل دې یې کړي.

حامد کرزي ټينګار کړی چې پاکستان باید له ګواښ او زور ښودلو ډډه وکړي او د سیمې د سولې او ثبات لپاره دې افغانستان سره ښې اړیکې ټينګې کړي.

بل‌خوا د پاکستان د ملي امنیت شورا هم په یوې ناسته کې ټينګار کړی چې هېڅ هېواد اجازه نه لري، څو ترهګرو ته پټن‌ځایونه جوړ او اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشري د دغه هېواد د ملي امنیت شورا د ناستې په اړه په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پاکستان به د خپلو وګړو د امنیت خوندیتوب لپاره له خپلو حقوقو استفاده وکړي.

د پاکستان د دفاع وزارت خواجه محمداصف ویلي، له اسلامي امارت سره د شوې هوکړې خلاف د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.

د پاکستان د دفاع وزیر له جیو‌نیوز سره په خبرو کې ویلي چې د اسلامي امارت حکومت پاکستان سره ژمنه کړې چې خاوره به یې د دغه هېواد پر وړاندې نه کارول کېږي.

په همدې حال کې پاکستاني چارواکو اسلامي امارت تورن کړی چې د پاکستان تحریک طالبانو غړیو ته یې پناه ورکړې او دوی هم د افغانستان له خاورې پاکستان کې بریدونه کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله هم ادعا کړې وه چې د پاکستان تحریک طالبان غړي په افغانستان کې حضور لري او د اړتیا پر مهال به د دوی د ځپلو لپاره عملیات وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام