کرزی پاکستان ته: له ګواښ او زور زیاتي ډډه وکړئ

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د ملي امنیت شورا د ناستې او دې ناسته کې د نیول شوې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، د پاکستان اوسنی وضعیت او ناامني د دغه هېواد د حکومت د سیاستونو پایله ده. پخواني ولسمشر همداراز له پاکستان غوښتنه کړې چې له ناامنۍ سره د اغېزمنې مبارزې لپاره دې خپلو وروستیو څو لسیزو پر سیاستونو ژور فکر وکړي او بدل دې یې کړي.

د سولې بین الافغاني خبرې به ډېر ژر بیا ځلې پیل شي

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې اترې چې څه باندې دوه میاشتې وړاندې په ټپه درېدلې وې، اوس افغان چارواکي وایي چې دغه خبرې به ډېر ژر بیا ځلې پیل شي او یوې پایلې ته به ورسېږي. د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن پرخپله تویتر پاڼه لیکلي چې د حکومت له مرک‌چي پلاوي سره یې په کابل کې لیدلي دي او په روان وضعیت او سوله یې ورسره خبرې کړي دي.