Asset 1SWN

افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو د تاجکستان او پاکستان ټینګار

P-T-pz6wnuv6bynhvmie5apvjmoxo2uvbzq3r42vj997k8

د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سوله‌ييز او باثباته افغانستان د سیمې د پرمختګ بنسټ بللی او دغه هېواد کې یې د ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د تاجکستان ولسمشر چې اسلام‌اباد ته په دوه‌ورځني سفر تللی، هلته یې له شهباز شریف سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي، پاکستان او تاجکستان تر نورو ډېر په «غم‌ځپلي» افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات غواړي.

هغه زیاته کړې چې له شبهاز شریف سره یې د لیدنې پر مهال، په افغانستان کې د داسې ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی چې ټول سیاسي او قومي لوري په‌کې ګډون ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د تاجکستان او پاکستان مشرانو د «کاسا۱۰۰۰» پروژې پر ژرترژره پلي کېدو هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په دې سره به د ټولې سیمې د پرمختګ لپاره اغېزناکه تمامه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام