Asset 1SWN

د طب د تخصص دورې ازموینه د یوشمېر نجونو په ګډون واخیستل شوه

آزمون-دانش_جویان-رشته_های-پزشکی-1-qione9gaa2nax7fntp36iywo664ziqjw0a6vtq7o20

د عامې روغتیا وزارت د ازموینو ملي ادارې سره په همغږۍ د طب زده‌کړیالانو لپاره د تخصصي زده‌کړو ملي ازموینه د یوشمېر نجونو په ګډون نن په کابل کې واخیستل شوه. د دغه وزارت چارواکو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې په دې دوره کې ۶۲۲۰ زده‌کړیالانو برخه اخیستې وه چې ۱۲۰۰ یې نجونې وې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت د تخصص څانګې رییس ډاکټر محمدعمر حیدر وايي، د دغو زده‌کړیالانو له ډلې به ۴۶۵ هغه د هېواد یوشمېر روغتونونو ته د تخصص لپاره ونیول شي.

نوموړی زیاتوي: «د ګډونوالو له ډلې به ۴۶۵ هغه په خپله وړتیا او له کومې لاسوهنې پرته ونیول شي. موږ په ۲۶ روغتونونو کې تخصصي پروګرامونه لرو. د ازموینې پروسه په بشپړه توګه رڼه ده او د چا د اړیکو له مخې به ونه نیول شي.»

په همدې حال کې د ازموینو ملي ادارې رییس عبدالباقي حقاني وايي، په هېواد کې له څو لسیزو جګړو  وروسته اوس دا فرصت را رسېدلی چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې پر ځان بسیا شي.

په ورته وخت کې د تخصصي دورې د ازموینې ګډونوال د دې ازموینې اخیستل په هېواد کې د طب په برخه کې ګټور بولي. د دې ازموینې ګډونوال ډاکټر مصطفی شریفي او ډاکټر محمدنور وايي:

«څرنګه چې خپله پوهېږئ، له یوه یا یونیم کال وروسته دا ازموینه اخیستل کېږي، ډېره خوشحاله یوو چې بیا دا ازموینه واخیستل شوه او ډېره رڼه وه. د روغتیا وزارت باید د روغتونونو ظرفیت لوړ کړي.»

«د دې ازموینې اخیستل ډېر اغېزناک تمامېږي او له دې پرته بله هېڅ لاره نشته چې موږ د افغانستان په روغتونونو کې تخصصي دوره سر ته ورسوو. که دغه تخصص نه وي، په ټولنه کې د ناروغانو درملنه سختېږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

باید وویل شي چې له څلویښتو کلونو راهیسې په هېواد کې د تخصص ازموینه اخیستل کېږي او د اسلامي امارت په واکمنۍ کې دا دویم ځل و چې د تخصصي دورې ازموینه واخیستل شوه.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام