عتیق‌الله د کابل ښار اوسېدونکی دی او له کلونو راهیسې نشه‌يي توکي کاروي. نوموړی څلور لورګانې او یو زوی لري. عتیق‌الله وايي چې څه موده یې د ځان د درملنې هڅې وکړه، خو د اقتصادي ستونزو له امله یې بېرته د نشه‌يي توکو کارولو ته مخه کړه.

عتیق‌الله اسلامي امارت څخه غواړي چې د هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل:«وزګارتیا لویه ستونزه ده، دا هغه ستونزه ده چې خلک پر بېلابېلو ناروغیو اخته کوي. ما څو ځله درملنه وکړه، خو د لوږې او بې‌وزلي له امله اړ شوم چې بیا نشې ته مخه کړم. له اسلامي امارت غواړم چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

په همدې حال کې ۲۰ کلن وحیدالله چې پر نشه‌يي توکو روږدی دی، وايي چې څو ځله یې د نشه‌يي توکو پرېښودو لپاره روغتون ته مراجعه وکړه، خو بې‌وزلي او وزګارتیا له امله یې بېرته نشې ته مخه کړه.

وحیدالله زیاتوي چې له درملنې وروسته یې دوه کاله نشه ونه‌کړه، خو وزګارتیا او بې‌وزلي بېرته په نشو اخته کړ.

په ورته وخت کې د ریاست‌الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي نن کابل کې د ښوونکي نړیوالې ورځې نمانځغونډې ته وویل، هېواد کې ۵ میلیون کسان پر نشه‌يي توکو روږدي دي چې یو میلیون یې ښځې او ماشومان دي.

عبدالسلام‌ حنفي وویل، پر نشه‌يي توکو اخته ډېری کسان لوستي دي. ورته مهال د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي، اسلامي امارت هڅه کوي چې زیات شمېر روږدي د درملنې پروګرام کې شامل شي.

نوموړي وویل: «په تېر یوه کال کې دغه وزارت د ۲۶۰۰۰  روږدو کسانو درملنه کړې چې اوس څه باندې ۶۰ روغتونونه فعال دي چې د ۱۰۰۰ روږدو کسانو درملنه په‌کې کېږي او وزارت د روږدو کسانو د درملنې لپاره هڅه کوي.»

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو پر اساس، دغه وزارت د اعتیاد د خوشې کولو ځانګړو شپېتو روغتونونو کې د شاوخوا ۲۶ زره کسانو درملنه کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

دې سره افغانستان کې د ملګرومتلونو د پراختیا پروګرام ویلي، افغانستان کې په مخدره توکو د روږدو کسانو درملنې لپاره دوه میلیون ډالره مصرفوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام