Asset 1SWN

د رُستاق ولسوالي اوسېدونکي: روغتون کې خدمتونه کم او کارکوونکي ناسم‌چلن کوي

rustaq-2-qjjybgmz7qtmtaeq6yfseh1l0pptv1gnr6egxtutu0

د تخار رستاق ولسوالي چې نږدې ۴۰۰ کلي او ۴۰۰زره وګړي لري، د دغه ولایت له لومړۍ درجه ولسوالیو څخه شمېرل کېږي.

د یادې ولسوالي ډېری وګړي په لرو پرتو سیمو کې ژوند کوي او له یادو سیمو د دغه ولسوالي مرکزي روغتون ته د درملې لپاره ورځي، خو دغه روغتون کې له روغتیايي خدمتونه او امکانات شکایت لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د رستاق ولسوالي مرکز روغتون ناروغ‌لرونکي او ناروغان د یاد روغتون له روغتیايي کارکوونکو په ځانګړې توګه د نسايي-ولادي له څانګې شکایت کوي. روغتیايي کارکوونکي بیا وايي چې د روغتیايي امکانات کمښت له امله ستونزو کې دي.

امنه او ګوهر شاد چې د رستاق ولسوالي مرکز روغتون نشايي-ولادي څانګې ته ورغلي، د یاد روغتون له روغتیايي کارکوونکو شکایت کوي.

امنې وویل: «قابلې ښه چلن نه‌کوي او ناروغانو سره لاس اچوي. موږ مجبور یو چې دې روغتون ته راشو، که مجبوره نه‌وو، نه‌راتلو، شخصي کلینیکونو ته به تللي وو او درملنه به مو کړې وه. موږ ویل چې دولتي روغتون دی او دلته راغلو.»

ګوهرشاد هم دغه روغتون کې د قابلو له ناسم چلن شکایت لري. «قابله راغله او سیاست یې وکړ چې موږ یې نه‌ساتو، هر چېرته یې چې غواړئ ناروغ مو ولېږئ. موږ باندې یې ډېرې چغې ووهلې، ناروغ مو په نیمه شپه تالقان ته وې‌وړ.»

نسايي-ولادي څانګه د رستاق مرکزي روغتون له مهمو برخو ده چې د کارکوونکو په وینا یې، یوازې د شپږو کسانو د درملنې ظرفیت لري، خو دې روغتون ته د ورځې ۳۰ ناروغان ورځي او درملنه یې ورته کوي.

د رستاق ولسوالي مرکزي روغتون د نسايي-ولادي څانګې ډاکټره رخشانه سلام‌وطندار ته وايي: «موږ روغتون کې د ولادت لپاره یوه کوټه لرو، یو له ولادت وړاندې، یو دوه چپرکټه کوټه د اختلالاتي ولادي لپاره ځانګړی دی. دا ۲۴ساعته ناروغانو لپاره بسنه نه‌کوي. د ۲۴ساعتونو په موده کې ۳۰ولادي ناروغان مراجعه کوي. همدا ۳۰ولادي ناروغان اړ یو چې کار وکړو او ټولو ناروغانو ته رسېدنه وکړو. له همدې امله ډېری ناراضه دي. فکر وکړئ «یو اطاق لرو، شپږ چپرکټه او ۳۰ ولادي ناروغان.»

بل‌خوا د یاد روغتون یو ناروغان عبدالجمیل د روغتیايي خدمتونو له کمښت شکایت کوي او له حکومت غواړي چې د دغه روغتون، ظرفیت لوړ کړي. «۳۵۰ تر۴۰۰ کلي دي، ۵۰بستره بسنه نه‌کوي، باید ارتقاع وکړي. همداراز د روغتون کارکوونکي له ناروغانو سره ښه چلن نه‌کوي او هغه چې پېژندګلوی لري، پام ورته کېږي.»

په ورته مهال د یاد روغتون مسوولان وايي چې دغه روغتون یوازې ۵۰بستره لري، دوی یوازې۳۰ کسانو ته روغتایي خدمتونه او امکانات برابرولی شي. دوی له عامې روغتیا وزارت غوښتنه کوي چې د یاد روغتون د روغتیايي خدمتونو ظرفیت لوړ کړي.

د یاد روغتون متخصص جراح او مسوول فریداحمد کشت‌ورز وویل: «هر څوک د خپلې خوښې خدمتونه غواړي. دلته قابلې چې دوه کاله یې لوړې زده‌کړې کړي، تر خپل وس او توانه خدمات وړاندې کوي، خو خلک لوړ توقعات لري چې البته حق یې دی.»

د تخار د عامې روغتیا ریاست مرستیال او سرپرست مخدوم عتیق‌الله قانت سلام‌وطندار ته وايي چې دغه روغتون کې روغتیايي ستونزې او د روغتیايي امکاناتو کمښت ډېر ژر حل شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې به دغه ولایت کې یو‌شمېر روغتیايي مرکزونه د موسسو له لوري تمویلېدل چې له څو میاشتو راهیسې یې قرارداد بشپړ شوی او اوس یې ډېر د سرپرست حکومت له‌خوا تمویلېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام