Asset 1SWN

تخار کې تودوخه؛ «د ګرمۍ له امله هره ورځ زده‌کوونکي بې‌هوښه کېږي»

۱

تخار کې د ګرمۍ څپې خپرېدو سره هم‌مهاله د ښوونځیو یو‌شمېر مدیران او ښوونکي وايي چې هره ورځ په ټولګیو کې د ګرمۍ له امله زده‌کوونکي بې‌هوښه کېږي.

د دوی په وینا، په هر درسي ټولګي کې له ۴۰ تر ۱۰۰ زده‌کوونکي زده‌کړې کوي او دې ورځو کې سخته ګرمي لامل شوې چې ځینې زده‌کوونکي بې‌هوښه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دشت‌قلعه ولسوالي کې د یوې لېسې امر عبدالقدیر حق‌کورش سلام‌وطندار ته وویل چې وروستیو ورځو کې تودوخه ۴۸ درجو ته رسېږي چې زده‌کوونکي یې ستونزو سره مخ کړي دي. هغه وویل: «دې ورځو کې د حرارت درجه له ۴۵ تر ۴۸ درجو ته رسېږي چې هره ورځ له ۴۰ تر اته زده‌کوونکي بې‌هوښه کېږي.»

په ورته مهال محمدشریف چې د تخار د دشت‌قلعه په یوه ښوونځي کې ښوونکی دی، وايي چې درسي ټولګي کوچني دي او د زده‌کوونکو شمېر زیات دی. هغه وویل: «هر ټولګي کې له ۵۰ تر ۱۱۶ زده‌کوونکي زده‌کړې کوي او چې هېڅ رانه‌شي ۴۰ زده‌کوونکي هره ورځي او ډېره ګرمي ده چې ښوونکي او زده‌کوونکي خولو کې وي.»

تخار کې د ښوونځیو ښوونکي همداراز وايي، د ټولګیو سړولو لپاره امکانات نه‌لري او په وینا یې، د زده‌کوونکو ترمنځ د ناروغیو خپرېدو له امله اندېښمن دي. ښوونکي له اړوند مسوولانو غواړي چې د دغه ولایت ښوونځي دې د څو ورځو لپاره رخصت کړي.

د تالقان ښار د یوه ښوونځي ښوونکې مریم سلام‌وطندار ته وویل: «ټوله ورځ ګرمي وي، د ګرمۍ له امله د نجونو مخ باندې سور بخار راختلی او وضعیت یې خراب دی. اندېښنه لرو چې په نورو ناروغیو اخته نه‌شي او هوا ډېره ګرمه ده.»

خو د تخار د پوهنې ریاست مسوولان وايي، د ښوونځیو د رخصېدو واک د پوهنې وزارت لري او که د وزارت له‌خوا امر وشو، دوی به ښوونځي رخصت کړي.

د تخار د پوهنې رییس حزب‌الله مبشر وویل: «له ازموینې مخکې د پوهنې وزارت له لوري ولایتونو ته مکتوب لېږدول شوی و، ځکه اقلیم بدلون کړی و، ۱۰ ورځې رخصتي ورکړل شوه او وروسته یې ازموینه وشوه او تراوسه د رسمي رخصتي په اړه څه نه دي ویل شوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې تخار کې ډېری ښوونځي ودانۍ نه‌لري چې په ژمي او دوبي کې تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام