Asset 1SWN

د تودوخې څپې؛ هرات کې د ګرمۍ له امله ښوونځي رخصت شول

16373492_605

د هرات محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د ګرمۍ له امله د ۱۲ ورځو لپاره ټول ښوونځي رخصت کړي دي.

د هرات د والي ویاند نثاراحمد الیاس سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه پرېکړه یې د محلي ادارې په وړاندیز د یاد ولایت د پوهنې ریاست او پوهنې وزارت په ګډه همغږۍ کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هرات د والي ویاند زیاته کړه چې دغه ولایت کې به ټول ښوونځي د سختۍ ګرمۍ او لوی اختر په مناسبت د روانې غبرګولي میاشتې له ۳۰ د سرطان میاشتې تر ۱۲مې نېټې پورې تړلې وي.

د نوموړي په وینا، له رختصي وروسته به د دغه ولایت ټولو ښوونځیو کې د «چهارنیما» ازموینې پیل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې په دې وروستیو ورځو کې د هرات په ګډون په ځینو نورو ولایتونو کې هم د تودوخې څپې پراخې شوي او د خلکو ورځنۍ چارې یې ټکنۍ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام