تودوخه او د نس‌ناستې ناروغي زیاتوالی؛ یوه میاشت کې یې شمېر ۴۰ سلنه زیات شوی

په کابل کې د اندراګاندي روغتون مسوولان وايي چې د تېرې یوې میاشتې په پرتله اوس دغه روغتون ته د هغو ورتلونکو ماشومانو شمېر چې پر نس‌ناستې ناروغي اخته شوي، ۴۰ سلنه زیات شوی دی.
د دغه روغتون د او‌پي‌ډي څانګې مسوول پاینده‌محمد صالحي وايي، هره ورځ له ۱۰۰ ډېر ماشومان چې پر نس‌ناستې اخته شوي، دغه روغتون ته ورځي او یوشمېر یې بسترېږي.

میدان‌وردګ کې د هېواد په کچه د ډبرو سکرو د پروسس مرکز جوړېږي

د میدان‌وردګ مرکز میدان‌ښار په «کوټه عشرو» سیمه کې د ملي پراختیا شرکت له لوري په ۷۰۰ جریبه ځمکه د لومړي ځل لپاره د ډبرو سکرو د پروسس مرکز جوړېږي.

د ملي پراختیایي شرکت مسوول غیاث‌الدین شریفي میدان‌ښار کې د یوې غونډې پر مهال ویلي چې د ډبرو سکرو دغه مرکز به پر ۷۰۰ جریبه ځمکه جوړ شي چې د ځينو برخو د جوړیدو عملي سروې یې هم پيل شوې ده.

هرات کې د تور زیړي ناروغي ډېره شوې

د هرات یوشمېر اوسیدونکي وايي چې دغه ولایت کې د «هپټایټس بي‌» یا تور زیړي ناروغي ډېره شوې او دې برخه کې له حکومت د مرستې غوښتنه کوي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي، که د روغتیا اړوند ادارې او مسوولان د یادې ناروغي مخنیوي لپاره اړین اقدامات ونه‌کړي، راتلونکې کې به د یاد ولایت اوسېدونکي د تور زېړي ناروغي له جدي ګواښ سره مخ شي.

د سیګار راپور ته د ا.ا غبرګون؛ «امریکا ممکن یو ځل بیا سیمه بې‌ثباته کړي»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار په یوه راپور کې ویلي چې ا.ا له سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دی.

سیګار په دې راپور کې د مقاومت جبهه، داعش او القاعدې په څېر وسله‌والې ډلې د ا.ا لپاره یو ګواښ بللی او ټينګار یې کړی چې دې چارې د سیمې هېوادونه له خطر  سره مخ کړي دي.

کورنیو چارو وزارت: پاکستان دې دغه هېواد ته د پاکستاني کډوالو د ستنېدو زمینه برابره کړي

د کورنیو چارو وزارت د پاکستان له حکومت او د کډوالو نړیوال سازمان څخه غوښتنه کړې چې دغه هېواد ته د پاکستاني کډوالو د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دغه څرګندونې نن (دوشنبه، غبرګولي ۲۹) کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال کړې دي.

د نړیوال جام کوالېفای لوبې؛ سریلانکا له اماراتو او ایرلنډ له عمان سره لوبېږي

د ۲۰۲۳ کال یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته د لارموندنې سیالیو په لړ کې نن له «بي‌» ګروپ څخه سریلانکا د عربي متحده اماراتو او ایرلنډ له عمان سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دواړه لوبې نن ۱۱:۳۰بجې په کوینز سپورټ کلب او بولاوایو اټلاټیک کلب لوبغالو کې پیل شي.