د میدانوردګ مرکز میدانښار په «کوټه عشرو» سیمه کې د ملي پراختیا شرکت له لوري په ۷۰۰ جریبه ځمکه د لومړي ځل لپاره د ډبرو سکرو د پروسس مرکز جوړېږي.
د ملي پراختیایي شرکت مسوول غیاثالدین شریفي میدانښار کې د یوې غونډې پر مهال ویلي چې د ډبرو سکرو دغه مرکز به پر ۷۰۰ جریبه ځمکه جوړ شي چې د ځينو برخو د جوړیدو عملي سروې یې هم پيل شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
شریفي زیاته کړه یاد مرکز به د هېواد په کچه په کال کې د ۱۰۰زره ټُنه د ډبرو سکارو د پروسس ظرفیت ولري.
بلخوا د میدانوردګ والي قاري بختیار معاذ وویل، د ډبرو سکاره د حکومت او خلکو اقتصاد لپاره یوه لویه سرچینه ده او د دغه مرکز له جوړېدو سره به هره ورځ سلګونه ټُنه د ډبرو سکاره پروسس او له دېځایه به بهرنیو هېوادونو ته صادر شي.
د نوموړي په وینا، د میدانوردګ اوسېدونکي باید له دې پروژې بشپړ ملاتړ وکړي چې له بشپړیدو سره به یې سلګونه وزګارو کسانو ته د کارکولو زمینه هم برابره شي.
که څه هم د میدانوردګ چارواکو د یاد مرکز د جوړېدو مالي لګښت او کره نېټې په اړه څه ونه ویل، خو د ډبرو سکرو برخې انجینیران وایي، د یاد مرکز جوړېدل به شاوخوا یو کال وخت ونیسي او نوره به اړتیا نه وي چې خام سکاره د پروسس لپاره بهر ته واستول شي.
د میدانوردګ اوسېدونکي هم وايي، خوښ دي چې د لومړی ځل لپاره د هېواد په کچه د ډبرو سکرو د پروسس مرکز دغه ولایت کې جوړېږي، خو ټینګار کوي چې حکومت باید بهرنیو هیوادونو ته په ناقانونه بڼه د ډبرو سکرو د قاچاق مخه ونیسي.