Asset 1SWN

بلخ کې د ډبرو سکرو د بیې دوه‌برابره کېدو په اړه د خلکو شکایت

IMG-20221126-WA0026-1

د بلخ د مرکز مزارشریف ښار یوشمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ډبرو سکرو د بیې لوړېدو په اړه شکایت کوي او وايي، سږ کال د سون‌توکو بیې د تېر هغه په پرتله دوه‌ برابره شوې دي.

دوی وايي، له څه باندې یو کال راهیسې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او په وینا یې، سږ کال هوا هم ژر سړه شوې او ښايي سخت ژمی تجربه کړي.

د مزارشریف اوسېدونکي عبید سلام‌وطندار ته ویلي: «له بده مرغه کار نشته. موږ به تېرو کلونو کې یو من د ډبرو سکاره په ۴۰، ۴۵ یا ۵۰ افغانیو پېرل، خو اوس دوه‌برابره شوي؛ یعنې یو من له ۹۰ تر ۱۰۰ افغانیو پورې پېرو. د خلکو اقتصادي وضعیت هم کمزوری دی او د ډبرو سکرو د پېرلو وسه نه لري.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بلخ یو بل اوسېدونکی صفت‌الله هم وايي چې د سږ کال د ډبرو سکرو بیه دوه‌ برابره شوې او په تېء یوه کال کې د خلکو اقتصادي وضعیت هم ډېر کمزوری شوی دی.

خو بلخ کې د ډبرو سکرو پلورونکي سیدشاه رضا او رحمت‌الله سږ کال د ډبرو سکرو د بیې لوړوالي لامل د مالیو زیاتوالی په ګوته کوي. دوی هم وايي چې څوک ترې د تېرو کلونو په څېر د ډبرو سکاره نه پېري.

«اوس زموږ د بې‌وزله او بېچاره پېرودونکو لپاره دا بیه ډېره لوړه ده. لامل یې دا دی چې امارت اسلامي ډېره مالیه اخلي. د یو ټن ډبرو سکرو مالیه ۳۱۰۰ افغانۍ ده.»

«خلک د ډبرو سکرو د پېرلو وسه نه لري. موږ له دولت نه غواړو چې د ډبرو سکاره نورو هېوادونو ته ونه لېږي. له دېخوا د ډبرو سکاره وړي او له هغې خوا موږ ته پلاسټیک را لېږي؛ داسې څه را لېږي چې موږ یې هېڅ کارولی نه‌ شوو. مالیه یې لوړه ده، تېل لوړ دي. موږ غواړو چې دولت د دغه حساب‌وکتاب مخه ونیسي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې د مزارشریف ښاروال قدرت‌الله طارق وايي، که څه هم بازار د نرخ ټاکلو له اړخه ازاد دی، خو ښاروالي بیا هم د ډبرو سکرو د بیې تنظیمولو لپاره هڅه کوي.

دا داسې مهال ده چې په تېر څه باندې یوه کال کې وزګارتیا تر بل هر وخته ډېره شوې چې له کبله یې هېواد کې د بې‌وزلۍ لمنه هم خوره او پراخه شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام