Asset 1SWN

هرات کې د تور زیړي ناروغي ډېره شوې

07EAC62A-D7C7-4144-93D6-3FA5FCC7F0AC_w1200_r1

د هرات یوشمېر اوسیدونکي وايي چې دغه ولایت کې د «هپټایټس بي‌» یا تور زیړي ناروغي ډېره شوې او دې برخه کې له حکومت د مرستې غوښتنه کوي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي، که د روغتیا اړوند ادارې او مسوولان د یادې ناروغي مخنیوي لپاره اړین اقدامات ونه‌کړي، راتلونکې کې به د یاد ولایت اوسېدونکي د تور زېړي ناروغي له جدي ګواښ سره مخ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال پر یادې ناروغي اخته بسم‌الله له روغتیایي مسوولانو غواړي چې د دې ناروغي واکسین دې په وړیا او یا په ټیټه بیه خلکو ته ورکړي.

نوموړي وویل: «د تور زیړي واکسین له مهمو واکسینونونو څخه دی. مسوولان یې باید بیه ټيټه کړي یا دې په وړیا توګه خلکو ته ووېشي، څو دغه ناروغي له هېواده ورکه شي.»

بل‌خوا پر تور زېړي اخته یوشمېر کسان د دغې ناروغي د تشخیص لپاره لوړ لګښت څخه شکایت کوي. نازنین احمدي وویل: «پروسږکال مې د تور زیړي واکسین کاوه، خو چې ومې لیدل ټسټ یې په لوړه بیه وو، نو له بده‌مرغه چې واکسین مې ونه‌کړ او له څه مودې وروسته بیا دې ناروغي ماته سرایت وکړ او پرې اخته شوم.»

په همدې حال کې د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولان دې ولایت کې د تور زیړي ناروغي زیاتوالي تاییدوي، خو وايي چې دا ناروغي په کم‌سارې توګه نه ده زیاته شوې.

د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر محمداصف کبیر وايي، تېرو دوه نیمو کلونو کې دغه ولایت کې څه باندې دوه زره او ۷۱۴ کسان پر تور زیړي اخته شوي دي.

هغه وویل: «دې وختونو کې امنیت ټينګ شوی او ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونو ته د خلکو لاسرسی زیات شوی او ډېر خلک مراجعه کوي چې له همدې امله زیاتوالی ښيي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د هغه په خبره، پخوا د تور زیړي ناروغي واکسین په وړیا توګه خلکو ته ورکول کېده، خو هېڅ چا ورته پام نه کاوه. هپټایټسسb  یا د تور زیړي ناروغي د ستنو، جراحۍ وسایلو، ټاټو او جنسي اړیکو له لارې د انسان بدن ته انتقالیږي چې ستړیا، تبه او د زړه بدوالی د دغې ناروغۍ له نښو څخه دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام