Asset 1SWN

کابل کې د سرطان ناروغي د جراحي او داخلې څانګه پرانېستل شوه

adb1e4db-acec-4cc5-82ed-c3e37765c0c7

د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د «علي‌اباد» تدریسي روغتون کې نن چهارشنبه د غويي ۲۰مه د سرطان ناروغي د جراحي او داخلې څانګه پرانېستل شوه.

د علي‌اباد تدریسي روغتون رییس عبدالمطب شینواري په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د وینا پر مهال وویل چې د سرطان ناروغي د جراجي او داخلې دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان، د سره صلیب کمېټې او لوړو زده‌کړو وزارت له‌خوا جوړ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «د سرطان ناروغي د جراحي او داخلې څانګه د روغتیا نړیوال سازمان، سره صلیب کمېټې، او لوړو زده‌کړو وزارت په همکاري جوړ شوی چې ۲۰میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی او ۴۰بستره لري.»

په ورته مهال د لوړو زده‌کړو وزارت مسوولانو په یاده ناسته کې له هغو متخصصو ډاکټرانو چې له هېواده بهر تللي، غوښتنه وکړه چې بېرته هېواد ته راستانه او هېوادوالو ته د معیاري درملنې زمینه برابره کړي.

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم همداراز له نړیوالو بنسټونو غوښتنه وکړه چې افغانستان سره د روغتیا برخې معیاري کولو برخه کې همکاري وکړي.

هغه وویل: «د سرطان وړانګې مرکز بودیجه د کابینې له لوري تصویب شوې او ټاکل شوې چې ډېر ژر یې عملي چارې پیل شي. موږ له نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوو چې افغانستان سره د روغتیا سکټور معیاري کولو برخه کې همکاري وکړي.»

بل‌خوا پر سرطان ناروغي اخته یو‌شمېر ناروغان د یاد مرکز له پرانېستو هرکلی کوي او وايي، هیله لري چې دغه مرکز کې یې درملنه وشي.

۶۴کلن اکرام‌الدین چې پر سرطان ناروغي اخته دی او د علي‌اباد روغتون کې بستر دی، وايي چې د بې‌وزلي له امله نشي کولای بهر ته د درملنې لپاره لاړ شي.

هغه وویل: «زه هیله‌مند یم چې دې روغتون کې مې درملنه وشي، بهر ته نشم تللی، ځکه بې‌وزله یم او پیسې راسره نشته، خو بیا هم دې مرکز کې د ځان د درملنې هیله لرم.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا مهال د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې یوازې درې مرکزونه په کابل، کندهار او هرات ولایتونو کې فعال دي. د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ، تېر کال افغانستان کې د سرطان ۲۳زره پېښې ثبت شوې وې چې له ډلې یې ۱۶زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام