کابل کې د سرطان ناروغي د جراحي او داخلې څانګه پرانېستل شوه

د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د «علي‌اباد» تدریسي روغتون کې نن چهارشنبه د غويي ۲۰مه د داخلي ناروغیو د درملنې او سرطان جراحي نوی مرکز پرانېستل شو.

د علي‌اباد تدریسي روغتون رییس عبدالمطب شینواري په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د وینا پر مهال وویل چې دغه روغتیايي مرکز د روغتیا نړیوال سازمان، د سره صلیب کمېټې او لوړو زده‌کړو وزارت له‌خوا جوړ شوی دی.