Asset 1SWN

د عامې روغتیا وزارت: تېر کال ۳۰۰۰ کسان د سرطان ناروغۍ له امله مړه شوي

Cancer 1

د سرطان ناروغۍ نړیوالې ورځې را رسېدو سره هم‌مهاله د عامې روغتیا وزارت مسوولان سلام‌وطندار ته وايي، د تېر ۲۰۲۲ کال پر مهال هېواد کې ۳۰۰۰ کسان د سرطان ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، په دغه موده کې شاوخوا ۳۳۰۰ نور کسان بیا پر سرطان ناروغۍ اخته شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وویل: «په ۲۰۲۲ کال کې څه باندې ۳۳۰۰ کسان هېواد کې پر سرطان ناروغۍ اخته شوي او همداراز ۳۰۰۰ کسان یې له امله مړه شوي دي چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، هېواد کې د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره روغتون جوړ کړي.»

خان‌محمد چې پر سرطان ناروغۍ اخته شوی او د کابل جمهوریت روغتون کې بستر دی، سلام‌وطندار ته وايي، ډاکټرانو ورته ویلي چې پر سرطان اخته شوی دی. د نوموړ په وینا: «له ستوني یې مړۍ نه تېرېږي او زړه یې تنکي کوي.»

په ورته مهال د کابل جمهوریت روغتون کې یو بل ناروغ ګل‌حسین هم وايي چې د پوستي په سرطان اخته شوی دی. نوموړی زیاتوي چې ایران کې یې د خپلې ناروغۍ درملنه کړې وه، خو افغانستان ته په ستنېدو بېرته په دې ناروغۍ اخته شوی دی.

ګل‌حسین سلام‌وطندار ته وویل، دا یې دویم ځل دی چې دې روغتون کې د پوستي سرطان ضد واکسین کوي.

په ورته وخت کې یوشمېر روغتیاپالان له تمباکو څخه استفاده، د صحي خوړو نه‌شتوالی او د هوا ککړتیا د سرطان ناروغۍ زیاتېدو مهمو لاملونو څخه بولي.

د جمهوريت روغتون ډاکټره سارا سخي‌زاده وايي: «د حل لاره یې دا ده چې ناروغان دې له دخانیاتو استفاده نه کوي او د لمر له مستقیمې وړانګې دې ځان لرې وساتي، صحي خواړه دې وخوري او ورزش دې وکړي.»

د یادونې وړ ده چې کابل، کندهار او هرات کې د سرطان ناروغانو د درملنې لپاره د تشخیص درې مرکزونه فعالیت کوي او ټاکل شوې نږدې راتلونکې کې هېواد کې د سرطان ناروغۍ د درملنې یو بل ځانګړې مرکز هم رامنځته شي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د فبروري څلورمې د سرطان ناروغۍ نړیوالې ورځې څخه هرکال ټوله نړۍ کې د سرطان په اړه د پوهاوي کچې لوړولو، د مخنیوي ډول او پر سرطان د اخته کېدو څرنګوالي په موخه نمانځنه کیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام